امریکا چینایانو ته تعلیمي ویزې کمې او شرایط سخت کړي- بېجینګ

چین وایي چې د امریکا سره یې د اړیکو خرابیدو له کبله د محصلینو او استادانو د ویزو د درخواستونو د رد کیدو کچه لوړه شویده.​

چین په خپل ملک کې هغه زده کونکو ته چې امریکا ته د زده کړو لپاره ځي، خبرادری ورکړیدی چې د ویزو په اخیستلو کې د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کیدی شي.

د چین د ښوونې وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د چینايي محصلینو د ویزو د رد کیدو برسیره د لنډې مودې لپاره ویزې ورکول کیږي چې دغه زده کونکو ته مشکلات پیدا کوي.

د رویټرز خبري اژانس لیکي چې د چین حکومت د امریکا د دغو اقداماتو په اړه خپل ولس خبر کړیدی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او چین ترمنځ د تجارت په معامله د تیر یو کال راهیسې اختلافات پیدا شویدي. د دواړو ملکونو ترمنځ تجارتي جنگ د هغې نه وروسته لا نور پیچلې شو چې ولسمشر ټرمپ د چین په وارادتو مالیه لوړه کړه.

د چین نه هر کال شاوخوا څلور سوه زره زده کونکي د تعلیم لپاره د امریکا مختلفو ایالتونو ته ځي.

د چین د حکومت د دغه اعلان نه وروسته د چینایي زده کونکو لخوا په ټولنیزو رسنیو دا بحثونه پاریدلې دي چې هغوي په خپل ملک کې ښه پوهنتونونه لري او هغوي دیته ضرورت نه لري چې امریکا ته لاړ شي.

د بیجنگ د دغه خبردارې نه وروسته امریکا د ویزو د سختولو رپورټ تایئد کړیدی خو وایي چې هغوي قانوني زدهکونکو ته هرکلی وایي.