چین د کروناویروس ناروغانو لپاره نوي روغتونونه جوړوي

چینایي چارواکي وایي چې د پنجشنبې په ورځ (جنوری ۶) د کروناویروس ناروغانو لپاره د دویم روغتون جوړیدل بشپړ کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کروناویروس څخه د وژل شويو کسانو شمیر ۵۶۰ ته رسیدلی او د چین د ګاونډیو هیوادونو سربیره یې ګڼې پیښې په کاناډا، امریکا، برتانیې او په لسګونو نورو هیوادونو کې ثبت شوي دي.

د چین حکومت لخوا دغه جوړ شوی روغتون ۱۵۰۰ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کولی شي.

دغه ویروس چې په لومړي ځل د چین په ووهان ایالت کې یې نښې ولیدل شوې، نن سبا په ټول چین کې په لوی ناورین بدل شوی او اغیز یې د چین پلازمینې پیکنګ سریبره په ګڼو نورو ایالتونو کې هم لیدل کیږي.

په خپله د ووهان ایالت کې د روغتونونو سربیره د ورزش په میدانونو، سینماګانو، تالارونه او د عامه ښیګڼې ګڼو ځایونو کې روغتیایي کارکوونکي لیدل کیږي چې د خلکو په معاینې او مرستې اخته دي.

تر دا مهاله د چین بهر یواځې په هانګ کانګ ښار او فلیپین کې دوه کسان د دغې ویروس له کبله وژل شوي.