د چین او ایټالیا مشران د افغانستان په هلکه د جي۲۰فوق العاده غونډه غواړي

د ایټالیا صدراعظم ماریو ډراغي او د چین ولسمشر شي جن پینګ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۷ (وږي ۱۶) په یوه تیلیفوني مکالمه کې د افغانستان د وضعیت په هکله د جي۲۰هیوادونو د فوق العاده غونډې په جوړولو خبرې وکړې.

د ایټالیا د صدراعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «دغو دواړو مشرانو په عمده توګه د افغانستان د کړکیچ په وروستیو تحولاتو او د هغه د مدیریت لپاره د جي۲۰غونډې په ګډون د نړیوالې همکارۍ په امکان بحث وکړ.»

ایټالیا چې اوسمهال د جي۲۰په نامه د نړۍ د بډایو هیوادونو نوبتي ریاست په غاړه لري، غواړي څومره ژر چې ممکن وي د افغانستان د وضعیت په هکله ددغو هیوادونو او حکومتونو د مشرانو سرمشریزه راوبلي.

د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ له مخې مقصد دادی چې د ]افغانستان] کړکیچ په اړه نړیوال بحث پراخ کاندي چې چین او روسیه هم په کې ګډون ولري.

چین چې د جي۲۰هیوادونو د ټولنې غړی دی ښایي د افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو د وتلو او د طالبانو د واکمن کیدو وروسته په افغانستان کې ستر رول ولوبوي.

څیړونکي وایي، د بیجینګ لپاره په کابل کې یو باثباته او همکار حکومت کولای شي په بهر کې ددې هیواد زیربناو د جوړولو هڅه نوره هم پراخه کړي.

له بلې خوا طالبان ښایي چین ته د پانګونې او اقتصادي ملاتړ د یوې مهمې سرچینې په توګه وګوري.

د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو یو ویاند وویل چې بیجینګ ژمنه کړې چې دې جنګ ځپلي هیواد سره به بشري مرستې زیاتې کړي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لوچې دي مایو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه وزارت د جي۲۰هیوادونو د دغه ډول یوې غونډې د جوړولو په پلان کار کوي.