چین امریکا ته نژدې کیوبا کې د استخباراتي مرکز د جوړولو ادعا رد کړه 

China Cuba

د چین چارواکو نن دوشنبه جون ۱۲(جوزا ۲۲) د ځینو امریکايي مقاماتو هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې بیجینګ امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا ادعاوې ناسمې دي او په خبره یې امریکا متناقض معلومات خپروي.

نوموړی دا څرګندونې د یو امریکایي مقام له هغو خبرو یوه ورځ ورسته کوي چې ویلي وو چین د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېډا ایالت په ۲۰۰ کیلیو میترۍ کې په کیوبا کې د استخباراتي عملیاتو یو مرکز جوړوي.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کارلوس فرناندوز دي کوسیو د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې دا ادعاوې «سپک کوونکې اټکلونه» دي.

په دې اړه لومړی امریکايي رسنیو د ځینو امریکایي مقاماتو، چې نومونه یې ښودل شوي ‌نه وو، راپورونه خپاره کړي ‌وو.

دا مطلب هم ولولئ

چین امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي- امریکايي رسنۍ

په راپور کې ویل شوي‌ وو چې دا استخباراتي مرکز به «سګنلي چارې مخې ته وړي، چې تیلیفوني مکالمې، ایمیلونه» او دا ډول نورو تماسونه څاري او معلومات به ټولوي.

دا خبرونه داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ډېر ژر بیجینګ ته سفر وکړي. ټاکل شوې وه چې هغه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې چین ته ولاړ شي، خو د امریکا په فضايي د چین د «استخباراتي بالون» له وېشتل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو روابط خړ پړ شول.

د امریکايي هوايي ځواکونو څو میاشتې مخکې ویل د امریکا په قلمرو کې یې د چین یو استخباراتي‌ بالون وېشتلی دی، خو چینايی مقاماتو ادعا کوله چې دا یو ساینسي بالون و چې د تحقیق لپاره استول شوی و او لاره یې غلطه کړې وه.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز، فرانس پرس او اسوشیتډ پرس څخه اخیستل شوي.