چین: امریکا د تایوان تنګي کې په پاروونکو کړنو سره امنیتي خطرات رامنځ ته کوي

د چین پوځ د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل د امریکا متحده ایالات د تایوان په تنګي کې په خپلو پاروونکو اعمالو سره د "امنیتي خطراتو رامنځ کوونکې" ده.

چین وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د امریکا یوه بله جنګي بیړۍ د تایوان له جنجالي اوبو څخه تیره شوه.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې د USS Benfold په نامه د هغوی جنګي بیړۍ د "نړیوالو قوانینو په مراعات کولو سره" په نړیوالو اوبو کې خپل عادي مستر وهلی دی.

متحده ایالت په میاشت کې یو ځل په دغه شکل له یادو اوبو څخه تیریږي، هغه کار چې د چین غصه راپاروي او بیجینګ دا له تایوان څخه د ملاتړ نښه ګڼي. چین تایوان د خپل هیواد د خاورې برخه ګڼي.

چینایي ځواکونو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې هغوی د امریکا دغه بیړۍ په ټوله دې لار تعقیب کړه او خبرداری یې هم ورکړ.

په بیانیه کې ویل شوي:"په مکرر ډول د متحدو ایالتونو له خوا پارونکي اعمال او ځان ښکاره کول، په بشپړ ډول دا څرګندوي چې امریکا د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات ویجاړونکې او د تایوان په تنګي کې د امنیتي خطراتو رامنځ ته کوونکې ده."

د چین پوځ زیاته کړې ده چې د هغوی ځواکونه تل د تیاري په حال کې دي او په پریکنده ډول به له ملي حاکمنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي دا بیړۍ د تایوان په تنګي کې له هغه مسیر څخه تیره شوېده چې د هر هیواد له اړوندې ساحلې سیمې څخه لري‌ دی.

د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو زیاته کړې:" د تایوان له تنګي څخه د بیړۍ تیریدل د یو آزاد او پرانیستي هندو پسفیک په اړه د امریکا تعهد ښکاره کوي."

د تایوان دفاع وزارت ویلي دي چې د امریکا جنګي بیړۍ له تنګي څخه شمال طرف ته تللې او وضعیت په هغه سیمه کې عادي وو.