په تایوان د امریکا لخواد نظامي تجهیزاتو په پلور د چین قاطع مخالفت

د چین د دفاع وزارت چارشنبه جولای ۵ (چنګاښ۱۴) د متحده ایالاتو لخوا په تایوان د وسلو په پلور قاطع مخالفت ښودلی او ویلي چې واشنګټن ته یې پدې هکله جدي اعتراض څرګند کړیدی.

د چین د دفاع وزارت ویاند ټان کیفي په یوې اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالاتو پدې کار سره د "چین اصلي اندیښنې له پامه غورځولي، د دې هیواد په کورنیو مسایلو کې یې تیري کوونکي لاس وهنه کړې او په قصدي توګه یې د تایوان په تړانګې کې ستونزې پیدا کړي".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ دوه بیلې معاملې منظورې کړلې چې له مخې به یې په احتمالي توګه په تایوان د ۴۴۰ ملیون ډالرو په ارزښت مهمات او لوژستیکي مواد وپلورل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د پلور یوې معاملې له مخې چې ارزښت یې تقریباً ۳۳۲ ملیون امریکايي ډالر کیږي په تایوان ۳۰ ملي متره د ټوپکو مرمۍ او اړوند تجهیزات وپلورل شي او په بلې معامې کې چې ارزښت یې ۱۰۸ ملیون ډالر دی، د دې هیواد د استازي د کلتوري او اقتصادي دفتر لپاره د وسلو او موټرو لپاره پرزې وپلورل شي.

دې وزارت همدرانګه ویلي چې د وسلو وړاندیز شوې معاملې د متحده ایالاتو د اقتصادي، ملي او امنیتي ګټو لپاره مهمې دي.

د تایوان د دفاع وزارت د متحده ایالاتو څخه د دې احتمالي معاملې له کبله مننه کړې.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

تایوان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د پخوانې مشرې میرمن ناسي پلوسي سفر د چین غصه راوپاروله، بیجینګ د اقلیم د بدلون په ګډون په یو لړ مسلو امریکايي چارواکو سره خبرې وځنډولې.

چین، د تایواني او امریکایي چارواکو هر ډول اړیکي د خپلې خاورې په توګه د یاد ټاپو د ادعا په وړاندې یوه ننګونه ګڼي.

متحدو ایالتونو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې له تایوان سره خپلې رسمي اړیکې بندې کړي او په رسمي ډول یې د چین له دولت سره دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

امریکا د "واحد چین" د پالیسۍ تائید کوي، بیجینګ د تایوان د مالکیت ادعا کوي خو واشنګټن د یاد ټاپو په اړه د چین د ادعاو ملاتړ نه کوي او تایوان ته د نظامي او دفاعي مرستو مهم مهیا کوونکی پاتې شوی دی.

بیجینګ ادعا کوي‌ چې تایوان یې د خاورې یوه برخه ده او له نورو هیوادونو سره د تایوان د هر ډول رسمي تماس سره مخالفت ښکاره کوي.