چین افغانستان ته د کوویډ ۱۹ ضد ۴۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي

د ساینوفارم واکسین په چین کې جوړ شوی او د روغتیا نړیوال سازمان منظور کړی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چین ورسره د ساینو فارم په نامه د کروناویروس ضد د ۴۰۰ زرو ډوزه واکسین ورکولو ژمنه کړې.

دا واکسین په چین کې تولید شوی.

د عامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت مشر غلام دستګیر نظري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې د چین سفر ورسره په ملاقات کې د دې واکسین د ورکولو ژمنه کړې.

چین د افغانستان سره د دې واکسینو د ورکولو ژمنه پداسې حال کې کوي چې تیره اوونۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرونا ضد واکسین تطبیق کول پیل شول.

د روغتیا نړیوال سازمان د ساینوفارم واکسین منظور کړی خو تر اوسه معلومه نده چې دغه واکسین به څه وخت افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي نظري ویلي چې تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی. دغه واکسین هند افغانستان ته ورکړی او ټاکل شوی چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسانو ته به ورکړل شي.

تر ډیره دا واکسین د روغتیایي چارو کار کوونکو ته ورکول کیږي خود عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د افغان امنیتي سرتیرو او رسنیو کار کوونکو ته به هم ورکړل شي.

چین د افغانستان سره د دې واکسین د ورکولو ژمنه پداسې وخت کې کوي چې د کرونا ویروس پدې هیواد کې د دوشنبې تر ورځې مارچ لومړۍ (کب ۱۱) شاوخوا ۵۵۷۳۳ کسان نیولي او ۲۴۴۴ یې مړه کړیدي.