امریکا: په یوه لسیزه کې به د چین د اټومي کوپړیو شمېر دوه برابره شي

امریکا وايي چې چین غواړي تر ۲۰۴۹ کال پورې له نظامي پلوه له امریکا سره مساوي یا زیاته سیالي وکړي

د امریکا د دفاع وزارت په یو تازه راپور کې اټکل کړی چې د چین د اټومي کوپړیو یا سروکو شمېر به د یوې لسیزې په ترڅ کې "څه ناڅه دوه برابر" شي.

دغه راپور د "چین پوځي قدرت" تر سرلیک لاندې خپور شوی دی. په راپور کې راغلي چې چین غواړي د ځمکې، هوا او اوبو له لارې د اټومي بریدونو وړتیا ومومي.

راپور زیاتوي چې د اټومي وسلو عصري کول او پراختیا د چین یوه اساسي موخه ده او غواړي تر ۲۰۴۹ کال پورې له نظامي پلوه له امریکا سره مساوي یا زیاته سیالي وکړي.

د امریکا د حکومت تازه راپور ښيي چې چین اوس له ۲۰۰ نه زیات اټومي کوپړۍ لري. یو شمېر سروکي په هغو بالستیک میزایلونو کې ځاي پرځای کیدای شي چې د امریکا د ویشتلو وړتیا لري.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د دفاع وزارت د چین د اټومي کوپړیو شمېر اعلانوي.

د اټکل له مخې، امریکا شاخوا ۳۸۰۰ اټومي سروکي لري. یو شمېر یې د بالستیک میزایلونو په ذریعه ډېر اوږد واټن هدف ویشتلی شي.

چينايي چارواکو د امریکا د حکومت تازه راپور رد کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۲مه د یوې خبري غونډې پر مهال دا راپور له "غرض نه ډک" بللی دی.

واشنګټن هڅه کوي چې چین د امریکا او روسیې د وسلو په تړون کې ورګډ کړي خو چین د امریکا د ولسمشر دا غوښتنه نه مني.