د امریکا او چین د اړیکو لوړې ژورې

امریکا په خپل پوځ باندې مصرف کې په نړۍ کې اول نمبر دی

د ترمپ حکومت وایي هڅه کوي د چین سره د خپل هیواد اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې له سره پیل کړي او پکې امریکا ته لومړیتوب ورکړي.

امریکا په نړۍ کې پر پوځي سامان الاتو پر مصارفو کې تر ټولو مخکې دی، چین هر کال پر خپل پوځ مصرف زیاتوي.

ولسمشر ترمپ د جمهوري ریاست په پیل کې هڅه وکړه چې د چین جمهور رئیس شي جینپنگ سره اړیکې تازه کړي څو د شمالي کوریا د اتمي پروگرام مخه ونیسي.

د امریکا او شمالي کوریا د تاریخي غونډې څو اونۍ وروسته امریکا د چین په وارداتو باندې کلکې تعرفې ولگولې او بجینگ یې په غیر عادلانه سوداگرۍ تورن کړ چې د امریکا معنوي ملکیت غلا کوي. بیجینگ هم په امریکایي اقلامو تعرفې ولگولې.

همدارنگه د واشنگتن لپاره د اندیښنې وړ بله مسله د چین جنوبي اوبو کې ازاده تگ راتگ دی. د دواړو هیوادونو جنگي بیړۍ په اوکتوبر میاشت کې د یو بل مخامخ شول چې د جگړې احتمال یې ډیر کړ.

بله اندیښنه په بهر کې د چین د پراخې پانگه اچونې ستراتیژي ده، لکه د یوه کمربند، یوې لارې نوښت.

د چین د بودیجې څه د پاسه یو تریلون ډالر به شاوخوا د ٧٠ هیوادونو سره مرسته وکړي چې د یو بل سره وتړل شي او بیجینگ د نړۍ په ٦٢ سلنه نفوس اثر رسوخ ولري.

امریکا په دې کې د سیالۍ لپاره د اوکتوبر میاشت کې یوه اداره جوړه کړه څو ٦٠ میلیارده ډالره، د پرمختگ په حال کې هیوادونو ته په خصوصي پروژو کې پور ورکړي.

په همعاغه میاشت کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس بیجینگ د امریکا په کورني سیاست کې په لاسوهنې تورن کړ او وې ویل چې د ترمپ اداره به نوې تگاره خپله کړي.

په نوامبر میاشت کې په برازیل کې د جي شل په غونډه کې ترمپ او شي د ٩٠ ورځو د سوداگرۍ اوربند وکړ. له هغه وخت نه چین هم د امریکایي موټرو په وارداتو باندې تعرفې کم کړې. خو په دسمبر کې بیجینگ وښودله چې شاته به نشي.

په داسې حال کې چې په سوداگرۍ باندې خبرې ډیر تودې شوې دي، د ترمپ اداره په بیجینگ باندې تورونو ته دوام ورکوي چې د تکنالوژۍ ډگر کې په نړۍ کې د رهبري لپاره هگینگ (انترنتي غلا) کوي او داسې ښکاره وي چې امریکا به د چین په وړاندې په راتلونکې کال کې د نرمښ نه کار وانخلي.