چین وایي د تایوان د خپلواکۍ د مخنیوي لپاره به تر پایه مبارزه وکړي

د سینګاپور امنیتي غونډه

د چین د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ په ټینګار سره وویل چې چین به د تایوان د خپلواکه کیدو د مخنیوي په مقصد «تر پایه پورې مبارزه وکړي». د هغه دغوڅرګندونو ددغه ټاپو پر سر د متحده ایالاتو سره ترینګلې اړیکې به نورې هم کړکیچنې کړې.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې دغه دوه زبر ځواکونه (متحده ایالات او چین) د تایوان د دموکراتې جزیرې د خود مختارۍ پر سر د مخ په ودې لفظي شخړې کې ښکیل دي؛ کوم چې بیجینګ هغه د خپلې خاورې برخه ګڼي او بیرته د یوځای کیدو ته یې په تمه دی.

تایوان ته نژدې د چینایي الوتکو پرله پسې تګ راتګ په دپلوماتیک وضعیت اغیز کړی او د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن په سنګاپور کې د شانګري لا ډیالوګ په امنیتي غونډه کې بیجینګ په «بې ثباته کوونکو» پوخي فعالیتونو تورن کړ.

د چین د دفاع وزیر په همدې غونډه کې د ښاغلي آسټن د څرګندونو پر وړاندې تند غبرګون وښود او وویل چې که له چین څخه د تایوان د جلا کیدو هڅه وشي بیجینګ به «بل انتخاب ونلري» او په وینا یې «مونږ به په ټول ځواک مبارزه وکړو او مونږ به تر پایه مبارزه وکړو.» د شانګريلا غونډې کې د آسیایي هیوادونو او د نړۍ دفاع وزیرانو ګډون کړی و.

د چین د دفاع وزیر زیاته کړه چې «هیڅوک باید د خپلې خاورې د بشپړتیا په ساتلو کې د چین د وسله وال پوځ په هوډ او وړتیا شک ونکړي...هغوی چې د تایوان خپلواکۍ هڅوي او هڅه کوي په یو اقدام کې چین په دوو ټوټو وویشي په څرګنده به ښه پایله ونلري.»

د چین د دفاع وزیر له واشنګټن څخه وغوښتل چې د «چین مسخره کول او مخه ډب کول ودروي، د چین په داخلي چارو کې لاس وهل بند کړي او د چین ګټو ته تاوان رسول ودروي.» خو هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې نرمه لهجه وکاروله او د «چین او متحده ایالاتو د اړیکو د با ثباته کولو غږ یې وکړ» چې په وینا یې د نړیوالې سولې لپاره خورا مهم دي.


په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر آسټن په خپله وینا کې د چین د دفاعي چارواکو سره د «ارتباط د پوره ازادو چینلونو» په اهمیت ټینګار وکړ چې د غلطو محاسباتو مخنیوی وشِي.

د تایوان په اړه تاوتریخوالي په دې وروستیو کې وروسته له هغه زیات شوي دي چې د یاد ټاپو په فضا کې د چین د نظامي الوتکو حضور ډیر شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت جاپان ته د سفر پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل که چین پر تایوان نظامي برید وکړي، واشنګټن به د تایوان له پوځ څخه دفاع وکړي.