چین وایي تجارتي جنگ به خطرناکې پایلې ولري

په امریکا کې د چین سفیر ویلي دي چې چین به د روان کال د جي شل یعني د نړۍ د شلو قدرتمندو ملکونو په غونډې کې گدون وکړي او وی ویل چې امریکا او چین دواړه د نړیوال اقتصاد لپاره د همکارۍ مسولیت لري

د چین سفیر سیو تیانکي پدې مهال خبرداری ورکړ چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي هیوادونو بیلول به خطرناکې پایلې ولري.

دغه څرگندونې ښاغلي تیانکي رویټرز ته د جي شل ملکونو په غونډې کې د گډون لپاره بیونوس ایرس ته د روانیدو نه مخکې کړیدي.

د رویټرز د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ځینې عناصر کوښښ کوي چې امریکا او د چین اقتصاد د یو بل سخه بیل کړي، وویل چې د دغو دواړو ملکونو اقتصاد د یو بل نه بیلول ممکنه نه ده. هغه زیاته کړه, "نه پوهیږم چې هغه کسان چې دا فکر کوي، د دې په منفي اثر پوهیږي؟"

ښاغلي سیو وویل چې دواړه ملکونو ته پکار ده چې د داسې وضعیت د پیدا کیدو مخه ونسي.

هغه زیاته کړه چې چین نه غواړي اقتصادي جنگ وکړي او ویی ویل چې د ستونزو حل هغه وخت ممکن وي چې د دواړو خواوو اندیښنو ته ځواب وویل شي.