د هند او چین ترمنځ تازه جګړې کې د دواړو غاړو عسکر ژوبل شوي- سرچېنې 

د هند سرحدي ځواکونه

په هند کې سرچېنې وايي چې په لانجمنې سرحدي سیمې کې د دواړو هېوادونو ځواکونو جګړه کړې او یو شمېر سرتېري ژوبل شوي دي.

په هند کې یوې سرچېنې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) وویل چې دا نښته تېره اونۍ د ډسمبر په نهمه نېټه شوې ده. د جون په میاشت کې هم د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې شاوخوا ۲۰ هندي او څلور چینايي عسکر په کې وژل شوي وو.

یوې بلې سرچېنې وویل چې په وروستۍ نښتې کې شپږ هندي سرتېري ژوبل شوي دي. دا نښته د امریکا او هند له ګډو ورستیو پوځي تمرینونو څخه څو ورځې ورسته کېږي. چین لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د «حقیقي کنترول کرښې» ته نژدې شوې ده، دواړو هېوادونو پرېکړه کړې وه چې کرښتې ته نژدې دې سیمې کې به یو هم ګزمه نکوي. یادې شوې سرچینې وویل چې هندي ځواکونو د چین عسکر نه دي‌ پرېښې چې‌ په دغې سیمې کې ګزمه وکړي او نښته شوې او وروسته بیا دواړه اړخونه له سیمې څخه په شا شوي دي.

سرچینې وویل: «له پېښې وروسته د هند یو قومندان له خپل چینايي سیال سره کیناست چې د سولې او ارامتیا د بیا ګرځولو لپاره د موجوده میکانیزم په اساس مسائیل وڅېړي.» جګړه د هند په شمال-ختیځ کې د اروناچال پارادېش ایالت د «توانګ سکتور» کې شوې ده. چین دا سیمه «جنوبي تبت» بولي.

لومړۍ سرچینې دا هم وویل چې په سرحدي سیمو ته نژدې داسې سیمې شته چې دواړه خواوې یې ادعا لري او ورڅېرمه یې ګزمې کوي. وايي دا کار له ۲۰۰۶ کال راهېسې روان دی.

هندي رسنیو د ځینو پوځي سرچېنو په اساس، چې نومونه یې یاد شوي نه دي،‌ راپورونه خپاره کړي‌ چې په جګړې کې د «چین د خلکو د ازادۍ پوځ» شاوخوا ۳۰۰ سرتېري ښکېل وو او د زخمیانو شمېر یې هم زیات دی.

په ۲۰۲۰ کال کې د لاس په لاس جګړې څخه وروسته دواړو هېوادونو سرحد ته زرګونه سرتېري واستول او د ستونزې د هواري لپاره څو ځلې خبرې وشوې خو نتیجه یې ورنکړه.

د هند د پوځ سرچېنې وايي د نومبر په میاشت کې هم د دواړو خواو ترمنځ د لداخ په سیمه نښته شوې ده، خو لا معلومه نه ده چې تلفات لري که نه. دا په داسې حال کې ده چې هند او امریکا تېره میاشت د چین سره په سرحد کې د اوتاراکند په ایالت کې ګډ پوځي تمرینونه وکړل او دې کار چین قهر کړی دی. سرچېنې وايي چې د چین عسکرو په لاسونو کې لوحې هم لېږدولې چې په کې د هند او امریکا ترمنځ په پوځي تمرین انتقاد شوی و.

چین او هند زرګونه کیلیو متر ګډ سرحد لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۶۲ کال کې سرحدي جګړه هم شوې وه.