فاریاب کې د هاوان لګېدو اوه ملکیان وژلي او ۹ نور ټپیان دي

عکس: ارشیف

د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې په یو کور او بازار باندې د طالبانو د هاوان لګېدو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي د پنجشنبې په ورځ مې ۲۷ (غبرګولي ۶) وویل تېره ورځ طالبانو د قیصار ولسوالۍ د پولیسو په قوماندانۍ باندې د هاوانونو برید وکړ خو هاوانونه په یو کور او د ولسوالۍ په بازار کې ولګېدل.

هغه وویل: "د څو هاوانونو د ویشتلو له امله چې د خلکو په کورونو او د ولسوالۍ په بازار باندې لګېدلي دي، په خواشینۍ سره اوه ملکیان شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان دي".

د شاهین د ۲۰۹ قول اردو د ویاند په وینا د هاوانونو د لګېدلو له امله د ملکي مرګ‌ژوبلې تر څنګ د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکو ته زیات مالي زیانونه هم اوښتي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فاریاب پولیس وايي چې د هاوانونو په دغو بریدونو کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې چاودنه

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وايي چې ددغه ولایت د کامې د ولسوال په موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

ښاغلي امرخیل په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دې چاودنه کې د کامې ولسوال شریف‌الله فضلي، د هغه یو ساتونکی او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

د ښاغلي امرخیل په وینا چاودنه نن سهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې هغه مهال شوې چې ښاغلی فضلي د خپل دفتر په لور روان و.

هغه زیاته کړې چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.