سپټمبر کې ۲۴۰ ملکي افغانان وژل شوي ــ راپور

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، چې په تیره سپټمبر میاشت کې ۷۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عدالت غوښتنې دې ډلې رسنیو ته په یوې رالیږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي" زیاته ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوې ده ،چې یوازې په مومند دره ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو ځانمرګي برید تر230 تنو زیات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، چې له کبله یې ۶۸ تنه ملکیان شهیدان او ۱۶۵ نور ټپیان شول، خو د کابل خونړی برید چې، په ترڅ کې یې د ۶ تنو خبریالانو په ګډون ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله هم د اندېښنې وړ دی، په یاد برید کې ۲ تنه خبریالان ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول همدارنګه په کندهار ولایت کې مدني فعال په یو برید کې ووژل شو ، په هدفي وژنو په کابل کې ولسي جرګې ته د یو تن نوماند ژوند واخیست او یو تن بل یې ټپي کړ".

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله همدارنګه وایي افغان او بهرنیو ځواکونو په خپلو عملیاتو او هوایي بریدونو کې، چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شوي دي نږدې ۱۲۳ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ۱۰۳ کسان وژل شوي او۲۰نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د عدالت غوښتنې ډله له حکومت څخه غواړي، چې د شپې پر مهال په عملیاتو او هوایي بریدونو کې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د غې ډلې دوه میاشتې وړاندې هم د اګست په میاشت کېد ملکي مرګ ژوبلې په اړه یو ریپوټ درلود چې هغه مهال د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمیر ۷۸۵ تنو ته رسیدو.

په دې شمیر کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۶۱ تنه او پاتې نور یې ټپیان ښودل شوي وه.