سیګار: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده

په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د تفتیش ادارې (سیګار) په خپل دری میاشتني راپور کې، د امریکا کانګرس ته ویلي چې په أفغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وړاندې د وسله والو بریدونو د زیاتیدو له کبله د ملکي تلفاتو په شمیرو کې پام وړ زیاتوالی راغلی.

ملکي تلفات

سیګار په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په قول لیکلي چې د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتلې د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې نه تر سیپتمبر پورې د ملکي تلفاتو شمیر ۳۹سلنه زیات شوې دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت وایي د ۲۰۱۹ کال په لمړیو نهو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمیر ۷٫۲۶۰ تنه و. دا شمیره د تیرکال په پرتلې ۶ سلنه زیاتوالی څرګندوي. او د جولای په میاشت کې ۱٫۴۳۷ او په سیپتمبر کې ۱٫۲۹۲ کسان زخمي او وژل شوي چې د تاوتریخوالي ډکې میاشتې ګڼل شوي.

د تهدید سره مخامخ ولایتونه

په تیرو ۹ میاشتو کې ننګرهار، لوګر او زابل ولایتونه د ملکي خلکو د ژوند لپاره ترنورو ډير خطرناک ثبت شوي دي. تر دی مخکې درې میاشتو کې بیا هلمند، نورستان او ننګرهار د خطر ډکو ولایتونو په نوم ثبت وو.

د امنیتي قواو تلفات

سیګار د قاطع ملاتړ د ماموریت په قول لیکلي چې د جون له لمړۍ نه د سیپتمبر۳۱ نیټې پورې د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی. ددی موندونو پراساس، د دغو تلفانو ۶۰ سلنه په دفاعي عملیاتو کې پیښ شوي دي.

ددی سربیره، د امریکا د دفاع وزارت وایي، د جولای د ۱۶ نه د اکتوبر ۱۶ پورې، په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي دي. پدې سره، په ۲۰۱۹ کال کې په أفغانستان کې د امریکايي وژل شویو عسکرو شمیر ۱۷ ته ورسید. په روان کال کې ۱۲۴ امریکايي عسکر ټپیان شوي چې د تیرو پنځه کلونو په پرتلې دا شمیره ترټولو لوړه ده.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر، مایک پامپیو ویلي د اګست میاشتې د اتلسمې نیټې نه تر سپتمبر اتمې پورې د افغان او امریکايي قواو په ګډو عملیاتو کې تر زرو یاغیان هم تلف شوي دي. د أفغانستان جمهور رئیس اشرف غني بیا د سیپتمبر د شپږمې نیټې نه تر دیارلسمې پورې، د یاغیانو شمیر ۲۰۰۰ یاد کړې دی. خو سیګار دا ارقام ندي تایید کړي.

پوځي عملیات

د امریکا د هوايي قواو عمومي قوماندانۍ خبر ورکړی چې یوازی د روان کال په سیپتمبر کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې، ۹۴۸ حملې شوې دي چې دا شمیره د ۲۰۱۰ کال راپدیخوا بی سارې ده.

په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ د معلوماتو پراساس، د تیرو نهه میاشتو په جریان کې د افغانستان خاصو امنیتي ځواکونو ۲٫۵۳۱ ځمکني عملیات کړي، په داسی حال کې تیرکال يي په مجموعي توګه ۲،۳۶۵ ځلې عملیات کړي وو.

په همدې موده کې د یاغیانو په حملو کې هم ۱۹سلنه زیاتوالی راغلی. یاغي وسله والو پدې موده کې ۷٫۱۸۳ حملې کړي. د سیګار د راپور پراساس، یاغیانو د جون د لمړۍ نه د اګست ۳۱ پورې، ۳٫۴۹۵ حملې کړي چې نژدې نیمې يي (۴۹٪) اغیزمنې ذکر شوي، چې پکې أفغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ایتلافي قواو ته پکې تلفات اوښتي دي.