د جګړې زیاتوالی؛ کندهار او هرات ته ملکي الوتنې بندې شوې

عکس (ارشیف)

افغان چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د توغندیو لګېدو له امله یې دغه ولایت ته ملکي الوتنې د لنډ مهال لپاره ځنډېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء ضیاء نن یکشنبه اګست لومړۍ (زمري لسمه) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تیره شپه په کندهار ولایت کې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر باندې د توغندیو برید کړی چې درې توغندي د دغه هوايي ډګر دننه لګېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه برید کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

پر همدې مهال په کندهار ولایت کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ریاست پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د تیرې شپې توغندیو لګېدو له امله د دغه هوايي ډګر رن وې (ځغاست لیکه) لږه تخریب شوې ده.

د یاد ریاست په خبرتیا کې راغلي چې تخنیکي ټېمونو د رن وې د بیرته رغولو کار پيل کړی چې ممکن تر مازدیګره بیرته کندهار ولایت ته ملکي الوتنې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا د امنیتي ستونزو له امله هرات ولایت ته هم ملکي الوتنې بندې شوي دي.

د دغه ادارې ویاند محمد نعیم صالحي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د هرات ولایت د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر په شااوخوا کې جګړه روانه ده چې په خبره یې د وضعیت له سمېدو سره به بیرته دغه ولایت ته الوتنې پيل شي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه: "د هغه راپورنو په اساس چې د امنیتي او پوځي ارګانونو لخوا موږ ته رسېدلي د هغوی د هدایت په اساس الوتنې د لنډ مهال لپاره درول شوي او هر کله چې هغوی لارښوونه وکړه، الوتنې به له سره پيل شي."

په دې وروستیو کې د هرات، هلمند او کندهار پر ښارونو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د وسله والو پوځ ویاند جنرال عمر شینواري نن یکشنبه وویل چې په دغه درې ولایتونو کې د«دښمن» مخه نیول شوې ده او په وینا یې پر ضد یې پراخ عملیات پيل شوي دي.

وسله والو طالبانو په کندهار کې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر باندې د توغندیز برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د هلمند مرکز لښکرګاه کې یې د اوومې او نهمې امنیتي حوزو د نیولو ادعا یې کړې ده.