ننګرهار کې افغان ځواکونو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ادعا شوې

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ یو شمیر اوسیدونکي وايي تیره شپه افغان ځواکونو دغه سیمه کې په عملیاتو کې ۱۴ ملیکان وژلي دي.

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه ( لړم اول) د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په شهیدانو مېنه کې پر دریو کورونو عملیات کړي چې د ځايي خلکو او حکومتي سرچینو په وینا څوارلس ملکیان یې پکې وژلي دي.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې عملیات د "صفر دوه" په نوم ځانګړو ځواکونو تېره شپه دولس بجې کړي دي، ۵ کسان د یوې کورنۍ ۷ د بلې کورنۍ او ۲ نور مردورکاره خلک دي چې یوه دوه میاشتنۍ ماشومه هم په وژل شویو کې شامله ده.

سرچینه وايي چې په دغه پېښو کې دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي، چې د پیښې له ځایه یې لیدنه کړې وايي، سلګونو قومي مشرانو او ځايي خلکو له نن سهار راهیسې د دوو ساعتونو لپاره د تورخم- جلال اباد لویه لاره تړلې وه.

اوه جنازې چې د یوې کورنۍ وې د سرک پر سر ايښې وې او ورته راټولو شویو خلکو د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول.

په دغو جنازو کې د یوې دوه میاشتنۍ ماشومې جسد هم پروت و.

د عزیز الله په نوم د وژل شویو کسانو خپلوان امریکا غږ ته وویل:" دا زما د کاکا زوی چې سپین ږیری دی حیواني ډاکټر دی، دا یو زوی یې متعلم دی او دا بل زوی یې هم حیواني دواخانه لري، او درې نور یې لمسیان دي چې دا یوه ماشومه پکې د دوو میاشتو ده، کله چې یې مور ورته نیولې ده بس په دې ماشومې یې ډزې کړي دي ماشومه مړه ده او ددې ماشومې مور زخمي شوې ده"

د ننګرهار د امنیت امر غلام مجتبی قیس امریکا غږ ته وویل یولس کسان وژل شوي دي او په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې عملیات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کړي، ټول څوارلس کسانپکې وژل شوي چې ملکي وګړي هم پکې شته دی او په دې اړه سیمې ته پلاوی ورغلی دی او څېړنې یې پیل کړي دي.

سیمې ته د ورغلي پلاوي یو غړی مولوی حبیب الله جلال ابادي امریکا غږ ته وویل چې څوارلس ملکي وګړي وژل شوي دي چې ماشومان او سپین ږیري هم پکې شامل دي.

وړمه شپه د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې هم د صفر ځانګړې قطعې عملیات کړي وو چې د ننګرهار د والي ویاند ویلي وو پنځه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې صبرینه حمیدې امریکا غږ ته ویلي چې د صفر دو ځانګړې قطعې چې د بهرنیو ځواکونو لخوا تمولېږي ډېر کله ملکي خلک په نښه کوي.