تیره میاشت افغانستان کې ۱۵۸ ملکي وګړي وژل شوي

سي اې پي جي ډله وایي تیره میلادي میاشت کې ډیر ملکي وګړي د داعش په بریدونو کې په ننګرهار کې وژل شوي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله " سي اې پي جي " وايي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون په میاشت کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون د میاشتې په پرتله نیم په نیمه را غورځېدلې ده.

دا ګروپ وايي، چې د تیرېجون په میاشت کې د ملکي مرګ ژوبلې د کمېدو یو لامل د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وو.

د سږني کال د جون په میاشت کې په دوه ویشتو ولایتونو کې ۵۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، پدې مرګ ژوبله کې ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۳۵۵ نور بیا ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په میاشت کې د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې ۱۰۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ددې ډلې مشر عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سږني کال د جون په میاشت کې تر ډیره زیاته مرګ ژوبله د ننګرهار په ولایت کې اوښتې، چېد تیرکال د جون د میاشتې په څیر سږکال هم تر ډیره په جون میاشت کې د پیښې شوې مرګ ژوبلې مسولیت د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو په غاړه دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې دډلېمشر عزیز احمد تسل وویل "یوازې په ننګرهار کې په جون میاشت کې ۴۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي، کابل او هرات کې هم پدې میاشت کې مرګ ژوبله زیاته وه".

پدې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د نامعلومو ادرسونو له لوري د جون په میاشت کې بیا اتیا ملکي وګړي د ماین، هاوان، راکټ او هدفي وژنو وژلي دي.

ګروپ ویلي، حکومت او بهرني ځواکونه هم د ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د ۲۰۱۷ کال د مۍ د میاشتې راپور هم نیږدې همدومره شمیره یادوي، وايي چې د مۍ په میاشت کې ۵۲۰ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د د ې ډلې د راپور په اساس د جون په میاشت کې د مۍ نه هم مرګ ژوبله ټيټه وه. د سږني کال د مۍ په میاشت ۱۸۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو خو د جون په میاشت کې بیا وژنه ۱۵۸ وه.