بشري حقونو کمیسیون: درې اونیو کې ۱۴۴ ملکیان وژل شوي

بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي تیرو دریو اونیو کې ۴۰۵ تنو ملکي وګرو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې

د افغانتسان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د جګړو د زور او پراخیدو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمیسیون یو کمیشنر شکرالله مشکور د سه شنبې په ورځ ناوخته جون ۲۳ (چنګاښ ۲ ) امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د غبرګولي د میاشتې په وروستیو دریو اونیو کېپه جګړو کې ۴۰۵ تنو ملکي وګړو ته مرک ژوبله رسیدلې ده.

ښاغلي مشکور وویل ، چې د غبرګولي د میاشتې د اومې ڼیټې څخه تر ۲۶ نیټې پورې په افغانستان کې په جګړو کې ۱۴۴ ملکیان وژل شوي او ۳۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دغه چارواکي وویل، چې جګړه د حل لار نه ده او باید ښکیلې غاړې د خبرو له لارې روانې جګړې ته د حل لاره ولټوي.

د دې دمخه د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میرمن میشل بچلیټ په افغانستان د جګړو او تاوتریخوالي په زیاتیدو او له امله یې ملګي وګړو ته د ممکنه زیانونو په باب اندیښنه ښودلې وه

میرمن بچلیټ ویلي، چې په شپږ میاشتو کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل څخه راوروسته د تیر کال ورته مودې پرتله په افغانستان کې تاوتریخوالي کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو دغې چارواکې هم د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو غاړو غوښتي، چې د سولې دریدلې خبرې دې له سره پیل کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې په عاجل ډول اوربند باندې موافقه وکړي.