یوناما: پارلماني ټاکنو کې ۴۳۵ افغان ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) وايي، چې ملکي افغانانو ته د تیرو کلونو د انتخاباتو په پرتله سږکال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما په دغه ريپوټ کې، چې د سې‌شنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱۵) خپور شوی ویلي، د افغان دولت وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو په قصدي ډول د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو کمپاین ترسره کړ او ملکي اهداف یې، لکه ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه، چې په کې د رایې ورکولو مرکزونه جوړ شوي وو په نښه کړل.

یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې ۵۶ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.

په ریپوټ کې راغلي "د تیرو څلور ټاکنو په پرتله چې په افغانستان کې تر سره شوي، دا شمیره ملکي وګړو ته تر ټولو د لوړی کچې زیان په ګوته کوي".

یوناما ویلي، د انتخاباتو پر مهال اکثره بریدونه د توغندیو او هاوان مرمیو په ویشتلو، لاسي بمونو او د تعبیه شویو چاودېدونکو موادو څخه په استفادې ترسره شوي، چې له توپیر پرته مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

دغې ادارې له انتخاباتو وړاندې د وسله‌والو طالبانو ګواښونکې اعلامیې ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو ګواښونو افغانان دې ته اړ کړل، څو "د ځان د خوندیتوب او د خپل سیاسي حق" تر منځ یو غوره کړي.

یوناما د وسله‌والو طالبانو له خوا د ملکي ځایونو په نښه کول د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانیونو په اساس هر وګړی حق لري، چې په سیاسي فعالیتونو کې له ویرې، تبعیض او محدودیتونو پرته ګډون وکړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې(سي پي اې جي)د لړم په ۱۰مه په خپل میاشتني ریپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۲۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې د ریپوټ په اساس، په اکتوبر میاشت کې د انتخاباتو په ورځو او کمپاینونو کې د بریدونو او ناامنیو پیښو د زیاتوالي له امله، په دې میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې شمیرې ښيي، چې یواځې د انتخاباتي کمپاینونو او د رایې د ورکولو په ورځو کې ۸۸ ملکیان وژل شوي او ۲۷۹ نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې په خپلو پوځي اقداماتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.