پکتیا او ننګرهار کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي

افغانستان کې د دوبي په موسم کې یو ځل بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د پکتیا او ننګرهار په ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتيا ځينې حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال د سيمې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

يوې حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امريکاغږ ته وويل چې د تېرې ورځې د نظامي عملياتو پرمهال ۱۰ ملکي وګړي د ماينونو په دوو جلا چاودنو، چې طالبانو خښ کړي وو، وژل شوي او ۱۰ نور د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې په وژلو شويو کې څلور ماشومان هم شامل دي، خو د سيمې اوسېدونکو ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې تر شلو ډېرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د پکتيا د ولايتي شورا يوه غړي شفيق الله منګل امريکاغږ ته وويل چې دوی هم د يو شمېر ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ترلاسه کړي خو د کره شمېر يې په اړه يې معلومات نه لري.

بل لور ته د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت له امريکاغږ سره په خبرو کې د زرمت په علمياتو کې د ملکيانو وژل تاييد نه کړل خو ويې ويل چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

عبدالله حسرت ادعا وکړه چې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې په زرمت او احمدابا ولسواليو کې د هوايي بريدونو او ځمکنيو نظامي عملياتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو د وژلو ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې حکومتي ځواکونو د ملکيانو کورونه په نښه کړي دي.

ننګرهار کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

بلې خوا ته د ننګرهار ولایتي چارواکو د دغه ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې د صفر دوه په نوم د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د شپږ ملکي وګړو وژل تائید کړي دي.

عملیات تېره شپه یولس بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه یولس بجې په مملې سیمه کې عملیات کړي چې شپږ ملکیان پکې وژل شوي او شپږ مشکوک یې ژوندي وړي.

نوموړی وايي په دغو عملیاتو کې اتلس موټرې او شپږ موټر سایکلې هم تخریب شوي.

د سیمې یو اوسېدونکي عارف خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل په دغو عملیاتو کې د تېلو د یو پمپ منشي، یو بل کارګر په نژدې یو بل پمپ کې د شوکاڼي دوه کارګر او د سرک جوړونې د یو شرکت دوه ساتونکي چې خپلو کورونو کې وو ویشتلي او وژلي دي.

نوموړی وايي په دغو عملیاتو کې یو جومات هم تخریب شوی دی.

د سیمې یو بل اوسېدونکي ملک ګل اغا امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي ټول عام خلک دي.

دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل عملیات دي چې عام خلک پکې وژل کېږي، درې ورځې مخکې هم د یوې کورنۍ درې غړي د صفر دو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو.