کروناویروس؛ ایران کې له افغان ناروغانو سره د توپیري چلند ادعاوې

افغان حکومت ایران کې په کرونا اخته افغان کډوالو سره د بد چلند ادعاوې څېړي

تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې د ایران په روغتونونو کې له افغان ناروغانو سره د توپیري چلند ادعاو په اړه له ایراني لوري سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۱مه (وري دویمه) امریکا غږ ته وویل، چې ​د کروناویروس د مشکوکو قضیو د تشخیصولو پر مهال له افغان کډوالو سره د توپیري چلند په اړه دوی ته شکایتونه رسېدلي دي.

ښاغلي لیوال وویل: "وخت ناوخت موږ ته هم په سفارت کې دغه ډول اندېښنې مطرح شوي دي... موږ هڅه کړې چې دغو ته رسیدګي وکړو او د ایران د بهرنيو چارو وزارت ته مو رسمي یادداشتونه هم استولي دي".

یو شمېر رسنیو په ایران کې د میشتو افغان کډوالو او د ټولنیزو شبکو د ځینو کاروونکو له قوله راپور ورکړی چې په ایران کې ډاکټران هغو افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات نه وړاندې کوي چې د کرونا ویروس د معایناتو لپاره روغتونونو ته ځي.

دوی دغه راز ادعا کړې چې په ځینو مواردو کې د ایران په روغتیايي مرکزونو کې په کروناویروس اخته‌و‌ افغانانو ته ته د زهرو ستنې کېږي.

ښاغلي لیوال د دغو مواردو د کره‌والي په اړه وویل چې تر اوسه له سفارت سره په دې برخه کوم سند نه دی شریک شوی.

په ایران کې یو شمېر میشت افغانان وايي چې په دغه هېواد کې افغان محصلینو ته یو څه روغتیايي پاملرنه کېږي خو افغان کارګرانو ته هغه راز چې اړتیا ده روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي.

خو پر دې سربیره یو محصل چې د نوم د پټ ساتلو سپارښتنه یې وکړه امریکا غږ ته وویل، کله چې د کرونا ناروغۍ نښې په کې څرګندې شوې د ایران د روغتيايي کارکوونکو د نه پاملرنې له امله یې په خپل شخصي لګښت معاینات وکړل او درمل یې واخیستل.

یو بل محصل بیا وویل چې اوسمهال په قرنطین کې دی خو خواړه ورته نه رسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ایران په روغتیايي مراکزو کې له افغان کډوالو سره د توپیري چلند ادعاو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دا مسله به تعقیب کړي.

د دغه وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار خبریالانو ته وویل: "تر کومه چې روغتیايي مراجعو پورې تړاو لري موږ به دا موضوع تعقیب کړو، موضوع به د عامې روغتیا له وزیر سره هم شریکه کړم چې په عالي کمېټه کې دا مسله شریکه کړي".

ښاغلي مایار زیاته کړه چې د روغتیا وزارت د افغانستان له پولو څخه بهر د افغان ناروغانو د درملنې صلاحیت نه لري او په دې برخه کې د دولتونو په کچه تصمیم نیولو ته اړتیا ده.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې ایراني لوري ورته له توپیر پرته ټولو ناروغانو ته د یو ډول روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.

د ایران د روغتیا د وزارت شمېرې ښيي چې وري/حمل تر لومړۍ نېټې په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۲۰زرو ته رسېدلی او څه باندې ۱۴۳۰ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په دغه هېواد کې د کروناویروس د پېښو په زیاتېدو سره افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو په کچه کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی. د افغان حکوت د شمېرو له مخې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي چې د تېر لمریز کال په کب میاشت کې څه باندې سل زره کډوال د کروناویروس له ویرې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.