د ټرمپ د کډوالو جنجالي فرمان د امریکا لویه څارنواله گوښه کړه

د دونالد ټرمپ د فرمان له مخې د ١٢٠ ورځو لپاره د مهاجرو راتگ بند شوی

د امریکا د لوی څارنوالۍ سرپرسته سالي یتس، د مهاجرو د راتگ د مخنیوي له فرمان څخه د سرغړونې په وجه د دونالد ټرمپ له خوا گوښه شوه.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د هیواد د لوی څارنوالۍ سرپرسته سالي یاتس، چې ویلي یې وو د مهاجرینو د راتگ د مخنیوي په اړه به د ښاغلي ټرمپ له جنجالي فرمان نه دفاع ونه کړي، له خپل مقام څخه گوښه کړای شوه.

ښاغلي ټرمپ سمدستي د ویرجنیا ایالت یوه څارنواله دینا بینتي د سالي یتس پر ځای د عدلیې وزارت د سرپرستې په توگه وټاکله.

د مهاجرینو د مخنیوي په هکله د جمهور رئیس ټرمپ له فرمان څخه د امریکا د متحده ایالاتو د لوی څارنوالۍ د سرپرستې سالي یتس سرغړونه تر ډیره نمایشي کار و ځکه چې وار دمخه ټاکل شوې وه چې د عدليې وزارت ته د ښاغلی ټرمپ نوماند، جف سسشن، به د سنا مجلس د اعتماد رایه واخلي او کار پیل کړي.

د باراک اوباما د جمهوري ریاست پر مهال سالي یتس، د عدلیې وزارت مرستیاله وه او بیا وروسته د دې وزارت سرپرسته شوه. هغې د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ د فرمان د قانونیت او موازیتوب په اړه شک لري او تر هغه چې د هغه د قانونيتوب په هکله باوري نشي له هغه څخه به دفاع ونه کړي.

د لوی څارنوالې په توگه د میرمن یتس صلاحیت په دې معنی وه چې په محاکمو کې څارنوالان نه ښايي چې د ښاغلي ټرمپ پر ضد د ثبتېدونکو دعوو څخه دفاع وکړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې میرمن یتس د قانوني فرمان د پلي کولو نه د سرغړونې په خاطر چې هدف یې د امریکا د ولس ساتنه ده، د عدلیې وزارت ته خیانت کړی دی.

په دې ترڅ کې تمه ده چې جمهور رئیس ټرمپ د واشنگټن پر وخت ( د سه شنبې په شپه) د امریکا د متحده ایالاتو د سترې محکمې د قاضیانو د شورا د یوې تشې څوکۍ لپاره هم نوماند معرفي کړي.

ښاغلي ټرمپ تیره ورځ ددې څوکۍ د نوماند په اړه وویل "هغه یو داسې شخص دی خورا محترم دی او فکر کوم چې ډیر به مو خوښ شي".

پخواني جمهور رئیس اوباما د قضا دغې څوکۍ ته میریک گارلند نوماند کړی و، خو جمهوري غوښتونکو هغه ته د اعتماد رایه ورنکړه او اوس دموکراتان وایي چې د ښاغلي ټرمپ له لورې د معرفي شوي نوماند د تاید پړاو به له خنډ سره مخامخ کړي.