د کلنټن لخوا د زیلینسکي او غني پرتله؛ غني ځان وژغوره او زیلینسکي د مقاومت لپاره وسلې وغوښتې

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هیلري کلنټن د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي په پرتله کولو کې په ښاغلي غني انتقاد وکړ چې هیواد یې پریښود او ښاغلی زیلینسکي یې وستایه چې د روسي ځواکونو په مقابل کې د جګړې لپاره یې په هیواد کې د پاتې کیدو پریکړه وکړله او د غربي هیوادونو څخه یې وسلې وغوښتې.

میرمن کلنټن د ناروې د اوسلو په ښار کې په یوې غونډې کې چې د سولې د نوبل جایزې لخوا ترتیب شوې وه او د افغانستان په هکله د یو مستند فلم " افغانستان – د مخکې تګ لپاره لار موندل" یوه برخه هم پکې وښودل شوه، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته او په اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو پریکړې پرتله کړلې.

میرمن کلنټن وویل، " تاسو یې توپیر وګورئ. اشرف غني د خپل ژوند په خاطر د پیسو سره وتښتید. او زیلینسکي وایي زه نه ځم، مهمات را ولیږئ... هغوي (پخواني افغان حکومت) د هیچا، هیڅ دلیل او هیڅ شي لپاره جګړه ونه کړله".

د طالبانو د راتګ او د افغانستان څخه د ښاغلي غني تر وتلو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې مخکني جمهور رئیس په الوتکو کې د ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالر وړي دي.

خو ښاغلي غني په عربي متحده اماراتو کې دا تورونه رد کړل او هر ډول تحقیقاتو ته یې چمتوالی وښود.

په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش یا سیګار دفتر هم د اګست په میاشت کې وویل چې په الوتکو کې د دومره پیسو انتقال امکان نلري.

د سیګار مشر جان ساپکو ویلي په بېړه له افغانستان څخه وتلو، الوتکې کې د خلکو ځای په ځای کولو، د الوتکو ظرفیت او په سیمه کې عیني شاهدانو ته په کتو، داسې ښکاري چې له کابل څخه د تېښتې په وخت کې له غني سره په الوتکو کې تر ۵۰۰۰۰۰ ډالر زیات نه وو.

د سیګار راپور وايي چې د عیني شاهدانو په اساس په هغو دریو الوتکو کې، چې د غني د انتقال لپاره ترې کار اخیستل شوی، سامانونه لږ وو چې په ځینو کې یې شخصي وسایل او په ځینو کې یې نقدې پېسې. یو چارواکي، چې په دغو هلیکوپتر کې و، ویلي دي چې له هر کس سره ممکن ۵۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰ ډالر وو.

ښاغلي غني د افغانستان څخه د خپلو وتلو دفاع هم کړې.

ښاغلي غني د امریکا د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل هیواد یې ځکه پریښودچې طالبان ونشي کړی یو ځل بیا د افغانستان د یو جمهور رئیس سپکاوی وکړي.

د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په بهرنیو همکارانو، په ځانګړي توګه متحده ایالاتو باور کول خپله سهوه بللې او ادعا یې کړې چې بهرنیو همکارانو دی قرباني کړی چې په افغانستان کې د اوسنیو ګډوډیو او ناورین مسؤلیت د ده په غاړه ور واچوي.

د طالبانو لخوا د کابل د سقوط نه وروسته ښاغلي غني د بي بي سي راډیو سره په لومړنۍ مرکې کې ویلي چې د افغانستان د ولس غوصه د درک وړ ده چې دی (محمد اشرف غني) په افغانستان کې د طالبانو د تسلط او په هیواد کې د اوسني وضعیت مسؤل بولي.

مخکني جمهور رئیس د بریتانیې د پخواني لوی درستیز نیک کارټر سره پدې ځانګړې مرکې کې د افغانستان څخه خپل وتل "ناڅاپي پریکړه" وبلله او زیاته یې کړه چې دا پریکړه یې وروسته تر هغې وکړله چې احوال ورکړل شو د افغانستان امنیتي ځواکونه د کابل او ارګ د خوندیتوب وړتیا نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د اوسلو په غونډې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په تړون هم انتقاد وکړ او هغه یې ناوړه تړون وباله. میرمن کلنټن وویل چې پدې خبرو کې د میرمنو نه شتون، امریکا ته د کوم امتیاز او نفوذ ورکولو پرته د دې تړون نیمګړتیاوې یادې کړې.

هغې وویل، "د دوحې تړون په هکله ښایي تاسو زما د خولې نه مثبت څه وانه ورئ. دا تړون د امریکا د پخوانۍ ادارې (ډونالډ ټرمپ) او مشخصو استازو تر منځ وشو. طالبانو د امریکا د حکومت سره د نجونو د زده کړو په برخې کې د خپلو کړیو ژمنو څخه شاته شول".

که څه هم چې د امریکا او طالبانو تر منځ دا تړون د جمهوري غوښتونکي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې لاسلیک شو خو د افغانستان څخه ټول امریکایي سرتیري د دموکرات جمهور رئیس جو بایډن د حکومت پر وخت راووتل.