په جلال اباد کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د امریکا غږ کنفرانس

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

دغه کنفرانس جلال اباد کې رابلل شوی و چې د ننګرهار والي، یو شمېر رییسان او لسګونه کروندګر پکې ګډونوال وو.

د ننګرهار والي وویل دې ولایت کې سږ کال د کوکنار کر د تېر په پرتله له نمايي ډېر راکم شوی او روان کال به ډېرې هغه پروژې پلې کړي چې ګټه یې راسآ کروندګرو ته رسېږي.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي نورو کلونو کې به په شپاړسو ولسوالیو کې د کوکنارو کر کېدو خو سږنی کال دغه کچه ١١ ولسوالیو ته راټیټه شوې ده.

کروندګرو له چارواکو مخامخ بوښتنې وکړې او ډېرو یې ویل چې یا خو یې سیمو ته د کوکنارو د بدیل مرستې نه دي ور رسېدلي او که دي هم نو ملکانو او چارواکو وهلي دي.

چارواکو د مرستو او اصلاح شویو تخمونو د ویش او ځینو پروژو په پلې کېدو کې ستونزې ومنلې، خو وايي راتلونکي ته به هر څه په سمه توګه مخکې ځي.

امریکا غږ له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونوکې د نشه يي توکو سره د مبارزې په لړ کې ګڼ دغه ډول کنفرانسونه جوړ کړي دي.