د طالبانو لخوا د خبریالانو د نیونو او تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنې

د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو حکومت لخوا د خبریالانو د هلو ټکولو او نیونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.

د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د دوشنبې په ورځ اپرېل ۱۸ (وري ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تازه پېښه د اریانا خصوصي تلویزیون د سیاسي خپرونو پخوانی چلوونکی مجب جلیلي په کابل کې نیولی او وهلی ټکولی دی.

دغه اتحادیې د یاد تلویزیون د مسؤلینو له قوله ویلي چې د خبریالانو د نیونو دوام د هغوی د اندېښنې لامل شوي. طالبانو تر دې مخکې هم د اریانا تلویزیون دوه خبریالان نیولي و، خو دوې ورځې وروسته یې بیرته خوشي کړل.

په اعلامیه کې راغلي: "د خبریالانو نیول، وهل ټکول او د تلیفون کتل د کوم حقوقي دلیل پرته ناروا دي، د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه په دې اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ له اسلامي امارت څخه غواړي چې د افغانستان د رسنیو قانون په رڼا کې یو مشخص ادرس رامنځته کړي چې پر خبریالانو د هر ډول تورنو په اړه د قانون او مشخص ادرس له مخې رسیدګي وشي."

پر همدې مهال په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) هم د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول، وهل ټکول زیات شوي دي.

دغه بنسټ تیره ورځ ناوخته ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې له څلورو خبریالانو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند شوی دی.نی د طالبانو له حکومت په ځانګړي ډول د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په جدي ډول تعقیب کړي او رسیدګي ورته وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان ازادو خبریالانو انجمن هم وايي چې دوې ورځې مخکې د رسا تلویزیون مدیر مسؤل جمشید احمدي احمدي په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو لخوا تر برید لاندې راغلی او ټپي شوی دی.

یاد انجمن ویلي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو ډاډ ورکړی چې د دغه پېښې عاملین به ونیسي او قانون ته به یې وسپاري.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.خو مخکې ویلي و چې رسنۍ باید د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

د رسنیو د فعالیتونو بندېدل

د افغانستان د ازادو ژورنالستان انجمن همدارنګه د اندېښنې په ښودلو ویلي چې تیره ورځ په فاریاب او پکتیا ولایتونو کې د «راډیو میمنه» او «پکتیا غږ» په نومونو دوو راډیوو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

یاد انجمن د مسؤلینو په وینا د راډیويي دستګاو بندېدل لامل تر ډېره اقتصادي ستونزې او پر رسنیو د طالبانو لخوا د فشارونو زیاتېدل یاد کړي دي.

د میمنه او پکتیا غږ راډیوو مسؤلینو ويلي چې د دغه راډیوګانو په بندېدو سره د هغوی لسګونه کار کوونکي بېکاره شوي دي.

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستان انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز پخپل وروستي راپور کې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې څه باندې ۵۷۸ تصویري، غږیزي، چاپي او انټرنټي رسنۍ بندې شوي دي.

د یادو رسنیو د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بلل شوي چې په وینا یې ۳۰ سلنه نورې رسنۍ هم د بندېدو په درشل کې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي و چې په دغه موده کې سلګونه ښځینه او نارینه خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي او یو شمېر نورو خپلې دندې پريښي دي.