دانش: د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېرې ټکان ورکوونکي دي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د وروستیو دوو کلونو په جګړو کې د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېرې ټکان ورکونکي دي.

محمد سرور دانش د شنبې په ورځ د«غوايي پر ۱۵مه» د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ قانون د معرفي کولو په غونډه کې وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دری میاشتو کې ۲۱۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې چې ۷۳۵ تنه یې ماشومان وه.

هغه وویل، چې د یونیسف ادارې د ۲۰۱۸ کال د راپور له‌مخې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې راغلی چې ماشومان پکې په بدترین وضعیت کې ژوند کوي.

د نوموړي په وینا د یاد راپور په اساس د ۲۰۱۸ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۵زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه همدارنګه وویل، چې د بشري حقونو په راپور کې هم راغلي چې یاد کال په افغانستان کې له ۱۰ زرو څخه زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دریمه برخه ماشومان وه.

ښاغلي دانش وویل، چې د خپاره شوو راپورونو له‌مخې په افغانستان کې دری میلیونه ۸سوه زره ماشومان مرستو ته اړتیا لري چې له له ۵ سوه او ۷۵ زرو څخه زیات یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې زیاته یې برخه کې د بېځایه شوو کورنیو دي.

هغه زیاته کړه:"زموږ د ماشومانو په وړاندې دغه بوږنونکی او د اندېښنې وړ ناوړه وضعیت د دې ښکارندويي کوي چې، د افغانستان خلک سولې ته څومره اشد ضرورت لري."

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت یوناما هم وویل، چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۵۸۲ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاد راپورونه ښيي چې افغان ماشومان له بدترین وضعیت سره مخامخ دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې تېر کال د جګړو له امله ۳ میلیونه او ۷سوه زره ماشومان له زده کړو څخه بې برخي شوي دي.

حکومتي چارواکي پر داسې مهال د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښيي، چې نن د افغان شومانو د حقونو د ملاتړ قانون خپور شو.

دغه قانون ۱۶ فصلونه او ۱۰۸ مادې لري چې د افغان ماشومانو حقوق پکې په تفصیل سره بیان شوي دي.

افغان چارواکي وايي، چې د یاد قانون پلې کېدل به په ګڼو برخو کې د افغان ماشومانو د حقوقو د زیانمنېدو مخه ونیسي.