کانګرس طالبانو سره د موافقې په اړه له خلیلزاد څخه توضیحات غواړي

د متحدو ایالتونو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې له زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې د طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه دې په یوې علني غونډې کې د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.

د دغې کمیټې رئیس ایلیوټ ایل انجل د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې نور دې خلیلزاد د قطر غونډې نه لیږي او همدغه راز دې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه د جزیاتو پټول بند کړي.

په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد وئیلي و چې د دغه هوکړه لیک متن نهایي شوی دی او د ولسمشر ټرمپ له امضا وروسته به پلی شي. په هغه لیک کې چې د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس زلمي خلیلزاد ته لیږلی ویل شوي چې د افغانستان او امریکا خلک حق لري چې د دغه هوکړه لیک په اړه پوه شي.

په دغه لیک کې راغلي دي:" تر کومې چې زه خبر یم دغه هوکړه لیک د ولسمشر ټرمپ له ادارې او ولسمشر غني سره شریک شوی دی. اوس د امریکا او افغانستان ولس هم حق لري چې د خپلو هیوادونو په تګلارو پوه شي. سره له دې چې تاسو ډیر ناوخته دغه غونډې ته رابولو خو بیا هم ناوخته نه ده. ستاسو حضور او په دغه اړه وضاحت به د امریکا خلکو ته دا فرصت ورکړي چې د طالبانو په اړه د امریکا د پالیسۍ او طالبانو سره د سولې کولو سیاسي تهدیدونو په اړه پوه شي. "

د کانګرس برسیره د امریکا د کورني سیاست په ګڼو حلقو کې د طالبانو سره د هوکړه لیک جزیاتو نه خپرولو پر سر ګن انتقادونه شوي دي.

تېره اونۍ هم د امریکا د استازو د مجلس دریو غړو په یو لیک کې د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د توافق متن هغوی ته وروسپاري.

په همدې حال کې د امریکا پخوانیو نهوو پخوانیو دپلوماتانو او سفیرانوله طالبانو سره د دغه تړون په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو له تضمین پرته له طالبانو سره سوله به افغانستان کورنۍ جګړې ته ټیل ووهي.