کانګرس کې د امریکا د نړیوالې رسنۍ د ادارې د تګلارې، بودیجې او کارکوونکو د مسائیلو په اړه استماعیه غونډه

د متحدو ایالتونو د نړیوالې رسنۍ د ادارې مشره امندا بینیټ

د متحدو ایالاتو د نړيوالې رسنۍ د ادارې (USAGM) مشره امندا بنیټ، د امریکاغږ نوي رئیس مایکل ابراموویتز او د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو مشر ستیفن کاپوس، د سه شنبې په ورځ جولای نهمه (۱۹ سرطان) د بودجې، لومریتوبونو او د امریکا د نړیوالې رسنۍ د ادارې د ننګونو او ستونزو په اړه د متحده ایالاتو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیتې له سختو پوښتنو سره مخامخ شول.

د دغې کمېټې د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي سکاټ پیري دا استماعیه غونډه له امندا بنیټ څخه په دې پوښتنې سره پیل کړه چې ایا هغه حماس د ترهګر سازمان په توګه پېژني. بنیټ وویل: «زه به هغه تعریف، چې د متحدو ایالتونو له لوري وړاندې شوی او حماس یو ترهګر سازمان بولي، ومنم.»

سکاټ پیري د هغه ایمیل له کبله له سختو فشارونو سره مخامخ دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس له برید سمدستي وروسته، چې د ۱۲۰۰ کسانو د قتل عام لامل شو، د امریکا غږ خبریالانو ته استول شوی او له هغوی غوښتل شوي وو چې حماس او غړو ته یې د ترهګرو خطاب ونه کړي، مګر که په مستقیمې وینا کې راغلي وي.

که څه هم په دغې استماعیه غونډې کې دا خبره یاده نه شوه، خو په هغه یاداښت کې د امریکا غږ خبریالانو ته دا هم ویل شوي وو چې د حماس ډلې اعمال «ترهګریز بریدونه یا تروریستي اعمال» یاد کړي.

بنیټ امریکايي قانون جوړوونکو ته وویل چې دا د متحدو ایالتونو د نړیوالې رسنۍ د ادارې تګلاره ده چې د «ترهګر» اصطلاح په احتیاط او هغه وخت کې کاروي، چې «مناسب» وي.

هغې وویل چې دغه اداره له مصنوعي ځېرکتیا څخه کار اخلي چې ډاډ ترلاسه شي ټولې څانګې یې، چې په ۴۸ ژبو خپرونې لري، د ادارې تګلاره یو ډول پلې کړي.

د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د متحدو ایالتونو د نړیوالې رسنۍ اداره د «ازادۍ مشعل» وباله چې په خبره یې «تر استبداد او ځپنې لاندې کسانو ته حقایق» رسوي. خو مککال وویل چې د دغې ادارې د مدیریت په څرنګوالي کې ستونزې شته.

مککال او نورو قانون جوړوونکو د دغې ادارې د پخوانیو موضوعګانو په اړه پوښتنې وکړې، یوه پوښتنه د هغه کس د بیا ګمارل کېدو په اړه وه چې د متحدو ایالتونو په مخکني حکومت کې له دندې شړل شوی و او یو افشا کوونکي تورن کړی و او د کړو وړو او اعتبار په اړه یې پوښتنې پېدا شوې وې.

د استازو خونې بل غړي‌ تم بورچیت له بنیټ څخه د کارکوونکو د اړوندو مسائیلو په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل چې ایا د هغې تر امر لاندې ادارې ته مناسبه ده چې یو داسې کس په دندې وګماري چې د نورو کارکوونکو په ځورولو او ازار ورکولو تورن وي.

بنیټ په دې اړه د پوښتنې له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: «مناسب نه دي چې په یوې علني غونډې کې د کارکوونکو په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.» هغې وویل چې دا موضوع د متحدو ایالتونو د نړیوالې رسنۍ د ادارې او دغې کمېټې له لوري په بشپړ ډول تعقیب شوې ده.

د بودیجې کموالی

په دغې استماعیه غونډې کې همدغه راز د متحدو ایالتونو د نړیوالې رسنۍ د ادارې د بودیجې او عملیاتو په اړه بحثونه وشول. د امریکا غږ او ازادې اروپا/ازادي راډیو مشرانو اندېښنه وښوده چې د بودیجې کموالی به ددغو ادارو فعالیتونه څه ډول اغیزمن کوي. ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر کاپوس وویل چې د بودیجې کموالی به «ورانوونکی» وي او «له شک پرته» ازادي راډیو «د روسیې، بلا روس، ایران او چین» هدف دی.

هغه زیاته کړه که د ازادې اروپا/ازادي راډیو خپرونې په سیمه کې بندې شي، اورېدونکي به یې د دغو هېوادونو له ادرس څخه د هغوی د افواهاتو د زیان ګاللو سره مخامخ شي.

ابرامویتز، چې درې اونۍ مخکې د امریکا غږ د نوي مشر په توګه لوړه وکړه، هم وویل چې د سرچېنو نشتوالی به په هغو مسایلو باندې اغیز وکړي چې امریکا غږ او د بهرنیو اړیکو کمېټه ورته ارزښت ورکوي، هغه د بېلګې په ډول د ایران او روسیې په اړه د خبرونو خپرول یاد کړل.

هغه زیاته کړه چې اورېدونکي تر ډېره امریکا غږ اوري او د بودیجې د کموالي په اړه یې وویل: «دا کار به ډېر ویجاړوونکی وي... ځکه چې موږ د معلوماتو یوازینۍ سرچېنه یو چې له هغو غلطو اطلاعاتو سره مبارزه کوو چې د دغو حکومتونو له ادرسونو څخه خپرېږي.»

په دغې کمېټې کې د دموکراتانو د ګوند استازې دینا تیتوس له کابوس څخه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریال السو کورماشیوا په اړه وپوښتل. دغه خبریال د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهېسې په روسیې کې بندي دی.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر د دغه خبریال د قضیې په اړه وویل چې فکر کوي «هغه په دې خاطر تورن شوی، چې زموږ په باور، له موږ سره یې کار» کاوه.

روسیې کورماشیوا تورن کړی دی چې په خپل امریکایي پاسپورټ سره یې ځان له مقاماتو سره ثبت کړی نه و او په دې خاطر چې ځان یې د بهرني کارکوونکي په توګه ثبت کړی نه و د روسیې د سانسور پوځي قانون یې مات کړی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لا مشخص کړی نه دی چې «کورماشیوا په ناسم ډول نیول» شوی دی. د بهرنیو اړیکو د کمېټې ځینو غړو له دې کبله اندېښنه وښوده چې تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام رد کړی نه دی.

خبریاله: کریستینا کایسیدو سمیت، امریکا غږ انګلیسي څانګه

ژباړه: امریکا غږ پښتو څانګه.