د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
امنیت شورا د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۷( وري اوومه) په افغانستان کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده. د یادې شورا غړو د تیرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو په اړه د راولاړې شوي ستونزې په اړه غونډه رابللې وه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو وګړو لپاره د زده کړو حق ته پر لاس رسي ټینګار کړی دی. او په بیان کې ویل شوي چې طالبان باید د نجونو د زده کړو حق ته احترام وکړي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په اړه عمل وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولي به په دې اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په یاده اعلامیه کې راغلي: "د امنیت شورا غړو د پوهنې په ګډون له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو پر ارزښت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د یوناما همغږي کوونکي رول ته اشاره وکړه."
#SecurityCouncil Press Statement on #Afghanistan 🔹Deeply concerned about #Taliban%27s decision to deny girls education above 6th grade🔹Calls on #Taliban to respect the right to education & adhere to their commitments to reopen schools for all female students without delay pic.twitter.com/ZFU10drZtO
— NorwayUN (@NorwayUN) March 28, 2022
طالبانو په دې وروستیو کې له نړیوالو سازمانونو سره ناستو او خبري غونډو کې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصولو ژمنه کړې وه، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ یې یاده پرېکړه تر امرثاني پوري وځنډول.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د ښځو پر سفرونو هم محدویتونه وضعه کړي او ویلي دي چې له ښځې له شرعي محرم پرته یوازې سفر نشي کولای.
له دې سره هم مهاله د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري یو ځل بیا د ښځو په وړاندې د طالبانو حکومت د محدودیتونو د لیري کولو غوښتنه کړې ده.
اغلې امیري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او پر خپلو پښو درېدلو لپاره افغان نجونې باید ښوونځي ته ولاړې شي او ښځې بیرته دغه هیواد کې خپلو دندو ته ستنې شي.
Repressing Afghan women & girls is not a substitute for governance. To end the war & move Afghanistan towards sustainability, girls must be back in school, mobility constraints removed & women back in the workforce. Create a culture of hope rather than one of fear. https://t.co/TZ42j3ExEJ
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) March 28, 2022
د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یاد پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.