افغان سوداګرو هند ته د ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه کړي

دا تړونونه د هند په ممبئي ښار کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې لاسلیک شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) وايي، چې په هند کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې افغان سوداګرو د ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.

دا دوه ورځنی نندراتون، چې د غبرګولي په ۳۱مه د هند په ممبئي ښار کې جوړ شوی وو، په کې د افغانستان وچې او تازه میوې، طبي بوټي، شات، زعفران او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.

د افغانستان لپاره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي: "د تازه میوو صادروونکو د ۵۶ میلیون امریکايي ډالرو او ورپسې د هنګ صادروونکو د ۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو په ترلاسه کولو د دغه نندارتون مخکښ شول".

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د افغانستان د وچې میوې سوداګرو په ځانګړي ډول د بادام او پستې د صادراتو په برخه کې د ۱۵ میلیون ډالرو او د زعفرانو او نورو مصاله‌جاتو په برخه کې د څه باندې ۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان ۵۷ سوداګریزو شرکتونو کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي وو.

د دغې خونې ویاند جان‌آقا نوید امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغه نندارتون کې افغان سوداګرو له یو شمیر هندي او نورو بهرنیو شرکتونو سره هند ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنایعو د صادرولو تړونونه هم لاسلیک کړل.

هغه زیاته کړه: "دا ۱۲۳ میلیون ډالرو په شاوخوا کې چې قراردادونه او تفاهم‌نامې ترلاسه شوي دي، له دې وروسته به د دې صادرات هم شروع کیږي او دا به ډیره مثبته اغیزه ولري".

د ښاغلي نوید پر وینا، په دې نندارتون کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو، قیمتي ډبرو او لاسي صنایعو ته د بهرنیو سوداګرو لیوالتیا زیاته وه او له همدې امله د افغان سوداګرو ټول سوداګریز توکي وپلورل شول.

دا نندارتون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته جوړ شوی وو.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ټینګار کړی، چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او پر ځان د بسیا کېدو لپاره هڅه کوي، چې افغان سوداګر له نړیوالو پېرېدونکو سره ونښلوي.