سږکال د هلمند د جوارو تولید به ۱۹۰زره ټنه وي

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په هلمند ولایت کې سږکال په څه باندې ۳۷ زره هکټاره ځمکې باندې جوار کرل شوي چې ۱۹۰ زره ټنه حاصل به ترې راټول شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼې کې راغلي چې له دغې غلې نه د نباتي غوړیو تر څنګ تر حیواني خوارکي توکو پورې کارول کیږي.

د هلمند نه هره ورځ سلګونه مټریک ټنه جوار کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته صادریږي چې د نباتي غوړیو لپار پروسس شي.

خبرپاڼې کې راغلي چې سږکال د جوارو بیلابیل ډولونه په هلمند ګې کرل شوي دي او حاصل یې هم ښه دی خو دا پکې نه دي ویل شوي چې تېرکال دغه ولایت څومره جوار تولید کړي وو.

هلمند د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی ولایت دی چې ځمکه او اوبه یې د بیلابېلو کرنیزو حاصلاتو لپاره مناسبه بلل کیږي.

د یو شمېر خوندورو مېوو تر څنګ پکې غنم، جوار، مالوچ، لوبیا او داسې نور هر کال تولیدیږي.