د کډوالو له لارې له ایرانه افغانستان ته د کرونا پر پراخېدو اندېښنه

د افغانستان او ایران بندر

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له ایران څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو ایستلو پر مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس ایران په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال په اجباري ډول د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته استولي دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز له ایران سر پر پوله نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له ایران څخه ټول راستنېدونکي افغان کډوال په دقیقه ډول معاینه کړي، تر څو په کرونا اخته کسان ښه وپيژندل شي.

د روغتیا وزارت نن یکشنبه «کب۱۱مه» ویلي چې له ایران څخه په زوره د ایستل شوو افغان کډوالو د معایناتو لپاره په نیمروز ولایت کې د هغوی معایناتو لپاره یو د کرونا ویروس یو ځانګړی «سکریننګ» هم رامنځته شوی دی.

د چارواکو د معلوماتو په اساس په نیمروز کې له ایران سره پر پوله د «پل ابریشم» له لارې هر ورځ زرګونه افغان کډوال له هغه هیواد څخه افغانستان ته را اوړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پر داسې مهال دغه اندېښنه ښيي چې د راپورنو له مخې په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله ۴۲ تنه وژل شوي او سلګونه نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

په افغانستان کې هم تر دا مهاله د کرونا ویروس یوه مثبته په هرات ولایت ثبت شوې چې د چارواکو په وینا یادکس په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راغلی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن په نیمروز کې د خبرو پر مهال له ایران څخه غوښتي چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف افغانستان ته د کډوالو له استلو څخه ډډه وکړي.

د هرات تر څنګ د افغانستان په نورو ولایتونو وکې تر دامهاله د کرونا ۴۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې د چارواکو په وینا ۴۰ یې تر معایناتو وروسته منفي ثابتې شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه په افغانستان کې د کرونا د ۸ نورو مشکوکو پېښو ثبتېدو خبر هم ورکړی چې پنځه یې په هرات، دوې په فراه او یوه په لوګر ولایت کې ثبت شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې د یادو پېښو نتیجه به هم تر ۲۴ ساعتونو وروسته معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه په ایستلو شوو کډوالو کې ګڼ شمېر افغان معتادین هم شامل وي.

افغان حکومت تېره اونۍ د کرونا ویروس انتقالېدو د مخنیوي په هدف له ایران سره خپلې پولې وتړلې خو دوې وروسته یې بېرته خلاصې کړې.