کروناویروس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایران کې ۹۸ تنه مړه کړي

د ایران اوسېدونکي

د ایران د روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۸ تنه مړه شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هیواد د روغتیا وزارت د ویاند ډاکټر کیانوش جهانپور له قوله ویلي چې په دې سره په ایران کې د کروناویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۴۶۸۳ تنو ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت زیاته کړې چې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله پدې هیواد کې ۹۸ تنه مړه شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷۴نور ایراني وګړي په کروناویرس تازه اخته شوي چې په دې سره په دغه هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۸۷۷ تنو ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر د امهاله ۴۸۱۲۹ تنه نور له دغه ویروس څخه بیرته روغ شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند په روغتونونو کې د کروناویروس له امله د بستر شوو ۳۶۹۱ کسانو روغتیايي وضعیت خراب بللی.

په ایران کې تر دا مهاله د کروناویروس ۲۸۷۳۵۹ سمپلونه تشخیص شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې اپریل۱۴(وري۲۶) پورې ۱۱۹۶۸۶ کسان مړه کړي او نژدې دوه میلیونه پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.