پاکستاني چارواکي وايي د دغه هیواد صدراعظم عمران خان په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د عمران خان سلاکار فیصل سلطان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د هغه د کرونا ویروس ټسټ مثبت دی.
فیصل سلطان همدارنګه زیاته کړې چې عمران خان دا مهاله په خپل کور کې قرنطین دی.
PM Imran Khan has tested positive for Covid-19 and is self isolating at home
— Faisal Sultan (@fslsltn) March 20, 2021
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.
د یاد هیواد د روغتیايي ادارو د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۷۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د کرونا ویروس له خپرېدو څخه بیا تر دا مهاله په پاکستان کې ۲۹۵۷۶ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او څه باندې ۱۳زره کسان مړه شوي دي.