فرانسه کې پنځه نور برتانویان هم د کرونا په ویروس اخته شوي

د فرانسې چارواکي وايي د سنګاپور له حګومت سره ګډ کار کوي چې هلته د دغه ویروس علت او مرکز پیدا شي

په فرانسه کې چارواکي وایي چې پنځه نور برتانویان هم تشخیص شوي دي چې د کرونا په ویروس اخته دي. په دوی کې یو ماشوم هم شامل دی.

چارواکي وایي چې دغه کسان ټول په یوې سیمې کې اوسېدل. تېره میاشت شپږ نور برتانویان هم په فرانسه کې په دغه ویروس اخته شوي او په رغتون کې بستر شوي وو.

د فرانسې د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه ویروس ځینې اخته کسان تازه له سنګاپور څخه راستانه شوي. وايي د دوی تکلیف دومره جدي نه دی چې ژوند یې له خطر سره مخامخ کړي.

د فرانسې چارواکي اوس له سنګاپور سره په ګډه کار کوي چې په هغه هېواد کې ددغه ویروس اصلي علت او مرکز پیدا کړي.

داسې ښکاري چې په فرانسه کې د کرونا په ویروس اخته اکثریت مخکني کسان اوس له روغتون څخه خارج شوي او ښه درملنه یې شوې ده. خو یو ۸۰ کلن سړی لا هم په روغتون کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا ویروس تر دې دمه شاوخوا ۷۲۲ کسان مړه کړي او څه باندې ۳۱۴۲۶ نور کسان په دغه ویروس اخته دي.