د امریکا متحدو ایالتونو د کروناویروس سره د مبارزې لپاره له چین او نورو هېوادونو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو د مرستې خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د کرونا ویروس پر ضد د چین د ملاتړ لپاره د موجوده بودیجې څخه ۱۰۰ میلیون ډالر اعلانوي.
نوموړي همدغه راز لیکلي دي چې د دغو مرستو اعلان د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د قوي رهبري نښه ده.
Proud to announce an additional $100M of existing funds to support #China in combating the #coronavirus. This commitment – along w/ hundreds of millions generously donated – demonstrates strong U.S. leadership in response to the outbreak. Together we can have a profound impact.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) February 7, 2020
امریکا داسې مهال دا مرستې اعلانوي چې د کروناویروس تر دې دمه په چین کې شاوخوا ۷۲۰ تنه مړي کړي دي.
تر دې دمه ۳۴۵۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او له چین د باندې په ۲۳ نورو هېوادونو کې ۱۵۰ کسان په دغه ویروس اخته دي.
دغه ویروس په فلپین کې یو کس مړ کړی دی. په تازه پېښو کې په فرانسه کې پنځه برتانویان په دغو ویروس اخته شوي دي.