مطالعه؛ د قرنطین په وخت کې تر ټولو غوره کار

په قرنطین کې مطالعه کول د قرنطین وخت اسانه کوي

کرونا وايرس خلک د يو بل نه لرې کړي دي خو دا کار يې هم کړی دی چې تلويزيونو ته ناست خلک اوس ليدای شي چې سياسي مشران، څېړونکي او خبريالان په خپلو کورونو کې د مطالعې لپاره څنګه کوټه لري او کوم ‌‌‌‌‌‌ډول کتابونه لولي.

اوس لکه د پخوا په شان سياسي مشران او څېړونکي په سټو‌‌‌‌‌‌ډيوګانو کې د کېمرې مخې ته نه کېني. د سکايپ له برکته، د خبري خپرونو او د خبرو اترو په پروګرامونو کې مېلمانه اوس په خپل کور کې د مطالعې د کوټې نه په سټو‌‌‌‌‌‌ډيو کې د پروګرام د کوربه يا خبريالانو سره خبرې کوي.

د دې يو غټ مثال د ‌‌‌‌‌‌دېموکرات ګوند لپاره د امريکا د راتلونکي ولسمشر سيال کانديد جو بایډن ی.
نوموړي تېره اونۍ په خپل کور کې دننه د مطالعې د کوټې يا دفتر نه خبريالانو ته وېنا کوله. د وينا په وخت د ښاغلي بایډن شا ته ښکاري چې نوموړی يو غټ کتابتون لري.

د سياسي مشرانو تر څنګ، څېړونکي هم له کورونو څخه د سکايپ له لارې له رسنیو سره خبرې او مرکې کوي. د دغو مرکو هغه خوند نه وي کومې چې د تلویزون په سټو‌‌‌‌‌‌ډيو کې کېږي. خو د ټي وي کتونکي ليدای شي چې دغه کارپوهان کوم ‌‌‌‌‌‌ډول کتابونه مطالعه کوي.

اکثره څېړنونکي د تلویزون د مرکو لپاره د کور هغه کوټه خوښوي چې شا ته يې کتابونه يا عکسونه ښکاري. او که کتونکي ورته په غور وګوري نو دا معلومولی شي چې يو څېړونکی يا سياسي مشر کوم کتابونه لولي.

د امريکا د مشهور تلویزون سي ان ان يوې څېړونکې ګوريا بورجر چې د پروګرام کوربه سره خبرې کولې نو شا ته په المارۍ کې يې ځيني د اوس وخت زيات خرڅېدونکي اېښي وو.
هم دغه شان په بل امريکايي مشهور تلویزون فاکس نيوز کې د روغتيايي چارو د يوې څېړونکې شا ته کتابونو کې دهنداو ګاندهي په اړه ليکل شوي کتابونه ښکاري.

په امریکا کې یو شمېر کارپوهان وايي د کتابونو د لوستلو شوقيان اوس کولای شي چې که د کوم کتاب انتخاب نه شي کولای نو تلویزونونو ته دې کېني او کېدای شي د مشهورو څېرو د کتابونو په الماريو کې یې کوم کتاب خوښ شي او بیا مطالعه کړي.

په امریکا کې له څو اونیو راهېسې د کرونا له کبله ښارونه او کاروبارونه تړل شوي او خلکو ته ویل شوي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي.

په امریکا کې کرونا څه باندې ۱۷۰۰کسانه مړه کړي او څه باندې ۱۰۰زره نور پرې اخته دي.