د کرونا له کبله میلیونونه امریکایان کورونو کې دننه ایسار دي

Bar restaurent shut down in New York

په میلیونونو امریکایانو ته ویل شوي چې د کروناویروس خپریدو مخنیوي په موخه په کور کې کښیني.

کروناویروس نه یوازې دا چې روغتیايي ستونزې رامنځ ته کړې دي، بلکې کاروبارونه یې هم له خنډ سره مخامخ کړي. ځیني ښارونه او ښوونځي تړل شوي او زیات شمیر خلک اړ شوي چې له کورونو د باندې ونه وځي.

د کلیفورنیا والي ګاوین نیوسم د جمعې په ورځ (مارچ۲۰) لږترلږه ۴۰ میلیون کسانو ته سپارښتنه کړې چې په کور کې کښیني.

په لاس آنجلس کې مالونه، لوی بازارونه، یو شمیر عام ځایونه او د لوبو میدانونه تړل شوي دي.

د نیویارک ښاروال له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې دغه ایالت ته پوځي پرسونل ولیږي، ځکه د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره په لومړۍ کرښه کې دي.

د جانس هاپکسن مرکز د معلوماتو پر اساس د شنبې (مارچ۲۱) ورځې سهار وختي پورې په ټوله نړۍ کې ۲۷۵۴۵۲ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

کیدای شي د امریکا نیوجرسي او اوریګن ایالتونه کې هم خلکو ته وویل شي چې له کور څخه و نه وځي.

د ویرجینیا اوسیدونکی رشید چوتاني چې د ساري ناروغیو معالج ډاکتر دی د کروناویروس د مخنیوي په موخه په خپل کور کې یو لړ اقدمات پیل کړي دي.

ښاغلی چوتاني خپلو بچیانو ته لارښوونه کوي چې د نورو طبي لارښوونو ترڅنګ باید لاسونه ووینځي.

چوتاني وايي "پنځوس فیصده خلک چې په کروناویروس اخته کیږي علایم نه لري، اوس وخت کې له یو بل نه لیرې والی ډیر مهم دی. څه چې اوس ډیر مهم دي، باید مطمین شی چې په غیر ضروري توګه ځان له خطر سره مه مخامخ کوئ."

چوتاني وايي مخکې له دې چې د کروناویروس خپور شي، په کورنۍ کې لاس وینځل حتمي کار وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د کروناویروس له کبله په میلیونونو امریکایان په دننه کور کې ایسار دي

ښاغلی چوتاني وايي "یو شی چې زما په کورنۍ کې له نسلونو راپدیخوا دود دی او زما میرمن هم پرې ټینګار کوي،کله چې بهر ځی او بیرته کور ته راځی، باید لاسونه ووینځۍ. اوس مو دا کار یو څه نور هم زیات کړی او ماشومانو ته مو لارښونه کړې چې څنګه خپل لاسونه ووینځي."

خو وضعیت د ماشومانو لپاره بل شان دی.

د ډاکتر رشید چوتاني زوی شهمیر وايي "ښوونځي پسې خفه یم، یوازې ملګرو سره خبرې کوم." له څه باندې یوې اونۍ راهیسې په ویرجینیا کې ښوونځي تړل شوي او کورنۍ ټول وخت په ګډه تیروي.

چارواکي وايي خلک باید کوښښ وکړي چې له یو بل څخه لیرې اوسي، ترڅو د کروناویروس خپور نه شي.

همدا شان په ځینو ځایونو کې د خوړو د کمښت اندیښنې هم شته، خو د چوتاني میرمن سمینا چوتاني وايي خلک باید له یو بل سره خواړه شریک کړي.

میرمن چوتاني وايي "زه غواړم یو څه ووایم، تاسو کولای شی یوه څه ذخیره کړئ، خو له ځان سره یې مه ساتئ نورو ته یې هم ورکړئ."

د چوتاني کورنۍ د نورو امریکایانو په څیر ده چې باید د بد وضعیت سره مخ کیدو ته چمتو اوسي، خو معلومه نه ده چې دا حالت به تر څو پورې روان وي.

د نړۍ د روغتیا د سازمان په مهال د کرونا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۷۶ هېوادونو کې خپور شوی چې څه باندې ۱۱زره کسان یې مړه کړي دي.