کرونا سره مبارزه به په نورو ناروغیو اخته میلیونونه انسانان له واکسین محروم کړي

د کرونا ویروس له کبله د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نورو ناروغیو د مخنیوي او واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د واکسین لوی سازمان له خلکو غوښتي چې د کروناویروس سره د مبارزې په وخت کې هم د واکسین کول روان وساتي.

د واکسین د نړیوالې اتحادیې غړې ادارې "Gavi" خبرداری ورکړی چې د کوید ۱۹ له کبله لږ تر لږه ۱۳میلیون کسان به په نړۍ کې د شرې، منینجیت/د مغزو د پردې پاړسوب، ګوزڼ او زیړي نارغیو له واکسین څخه محروم او پاتې شي.

د واکسین د نړیوال اتحادیې د پروګرام مدیر تباني مفاسا وايي "په پاکستان کې د ګرځبندیز او د خلکو بې وسۍ له کبله موږ اړ شوي یو چې پروګرامونه وځنډو، د شرقي افریقا یو شمېر هېوادونه لکه بورکینافاسو، چاډ او زمبابوې به هم کیدای زیانمن شي."

خو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د واکسین ټول پروګرامونه به و نه درول شي، د بیلګې په توګه د کانګو په دموکراتیک جمهوریت چې ګڼو نورو ناروغیو سره مبارزه کوي شرې ناروغۍ واکسین کولو لړۍ به روانه وي.

ښاغلی تباني مفاسا وايي: "دا چې ولې دوی پریکړه وکړه چې د شرې کمپاین مخ ته یوسي، له ایبولا ناروغۍ څخه یې لوی درس زده کړ، چې د شري ناروغي د ایبولا په پرتله زیات شمیر کسان مړه کوي."

یونیسف وايي چې د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د شري ناروغي شته دی، چې یوازې په کانګو کې پرې ۳۰۰زره کسان اخته شوي او ۶۰۰۰ مړه شوي چې ډیری یې هغه ماشومان وو چې عمرونه یې له ۵ کلنو ټیټ وو.

Your browser doesn’t support HTML5

کرونا سره مبارزه به په نورو ناروغیو اخته میلیونونه انسانان له واکسین محروم کړي

خو چارواکي وايي د کرونا ویروس خپرېدل به په ګڼو مخ په ودو هیوادونو کې د واکسین کولو پروګرامونه وځنډوي.

ځیني لا حیران دي چې د کرونا ویروس مخنیوی به زیات اړین وي که د نورو ناروغیو، خو چارواکي وايي په داسې وخت کې چې خلک کرونا ویروس سره مبارزه کوي باید نور واکسینونو ته هم ارزښت ورکړي.