د کروناویروس د مړو شمېر څه باندې ۸۱۰ ته ورسېد

د چین څخه د باندې هم په دغه ویروس شاوخوا ۳۶۰ کسان ککړ شوي دي

په چین کې د روغتیا چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر شاوخوا ۸۱۱ ته لوړ شوی دی.

د یکشنبې په ورځ (فبروري ۹) د ۸۹ نورو کسانو د مړینې په تائید سره دا شمېره نوره هم پورته وختله او پدې توگه د کروناویروس مړینې د سارس له ویروس واوښتلې چې په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کلونو کې په چین کې رامنځ ته شوی و.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون چارواکي وايي‌ چې تر تېرې شپې پورې شاوخوا ۲۶۵۶ تازه پېښې هم ثبتې شوې دی. په دې سره په چین کې په دغه ویروس د ککړو کسانو شمېر ۳۷۱۹۸ ته ورسېده.

د چین روغتيايي چارواکي‌وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د کرونا پېښې څه ناڅه کمې شوي دي. د چین څخه د باندې په فلپین کې هم یو کس د دغه ویروس له کبله مړ شوی دی او تېره ورځ په چین کې هم یو بهرنی وګړی چې په دغه ویروس اخته و، مړ شوی دی.

په فرانسه، جاپان، جنوربي کوریا، مالیزیا، ویتنام او ځینو نورو هېوادونو کې هم د کروناویروس شاوخوا ۳۶۰ پېښې ثبتې شوې دي.

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر له چین او نورو هېوادونو سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې دا مرسته د دغه ویروس په مخنیوي کې په نړۍ کې د امریکا د ښه مشرتو ښکارندوی دی.

کروناویروس په لمړي ځل د چین د ووهان په ښار کې پیدا شو چې بیا دد غه هېواد نورو ښارونو او بیا نورو هېوادونو ته انتقال کړل شو.