روغتیایي مقامات: دلتا په امریکا کې د کرونا ویروس ډیره خپره شوې بڼه ده

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو او کنترول او مخنیوي مرکز وایي چې اوسمهال په امریکا کې د کویډ۱۹ زیات ناروغان ددې ویروس په دلتا بڼې اخته شوي دي.

ددې مرکز د شمیرو له مخې په متحده ایالاتو کې حتی دوه اونۍ مخکې د کروناویروس دغې خوزنده بڼې ددې ناروغۍ د ټولو پیښو ۵۲ فیصدو ته رسیدلې وې.

له دې دمخه د کروناویروس د الفا ډول چې لومړی په بریتانیا کې پیژندل شوی و په متحده ایالاتو کې په کرونا وبا د اخته کیدو اکثر موارد وو، خو اوس په الفا ډول د اخته کیدو کچه ۲۸.۷ فیصدو ته راټیټه شوې ده.

متحده ایالات د کروناویروس د ۳۳.۷ میلیون پیښو او په دې ناروغۍ د ۶۰۶ زرو تنو په مړینې سره د نړۍ په هیوادونو کې لومړی ځای لري چې زیات کسان په کې په کرونا وبا اخته او مړه شوي دي.

هند د څه دپاسه ۳۰.۶ میلیون اخته کسانو او ۴۰۴ زرو مړینو سره د هیوادونو په دوهم کتار کې دی.

برازیل د څه دپاسه ۱۸.۸ میلیون اخته کسانو او ۵۲۶ زرو مړینو سره په دریمه کتګورۍ کې ځای لري.

دلتا ډوله ویروس چې په زیاتو هیوادونو کې د خپریدو په حال کې دی د کرونا وبا د مخکنیو ډولونو په پرتله چټک سرایت کوي او امکان لري چې په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ سخته ناروغي رامنځ ته کړي.

د امریکا روغتیایي مقامات وایي چې ددې ویروس د دلتا بڼه د امریکا ټولو ایالتونو ته خپره شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډ‌ن د سه شنبې په ورځ جولای ۶ (چنګاښ ۱۵) په یوه وینا کې ځل بیا د هغو کسانو څخه چې تر اوسه یې واکسین ندی کړی وغوښتل چې د ځان او نورو د ساتنې په مقصد د ویروس ددغې فوق العاده په وړاندې ځانونه واکسین کړي.

لومړني معلومات ښیي چې د فایزر-بیوان تک، مودرنا او استرازینیکا واکسینونه تر ډیره حده د دلتا ډول کروناویروس په وړاندې هم مصونیت رامنځ ته کوي.