د کروناویروس د خپریدو خبرداري هم په خوست ښار کې ګڼه ګوڼه نده کمه کړې 

خوست - عکس ارشیف

په افغانستان کې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر تدابير پراخ شوي، خو د خوست ښار په ګډون د افغانستان په ځينو ښارونو کې په ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې کروناويروس مخ پر خپرېدو دی، د هېواد په ټولو ولايتونو کې ددې ويروس د خپرېدو مخنيوي په خاطر جدي تدابير نیول شوي او عامه ځايونه تقريباً د تړل کېدو په حال کې دي.

خو د امریکا غږ خبریال ابراهیم رحیمي وایي، له دې سره سره لاهم د خوست ښار په ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی. د ښار هوټلونه فعال دي، جوماتونو ته د خلکو تګ راتګ د پخوا په څېر دی او ډېر لږ ښاريان ماسکونه کاروي.

يو شمېر ښاريانو امریکا غږ سره په خبرو کې له نورو خلکو غوښتي چې د کرونا ويروس د خطر او د چټک خپرېدو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له ګڼې ګوڼې لېرې واوسي.

د خوست والي محمد حليم فدايي په يو خبري کنفرانس کې ددې ولايت په مرکز کې د تفريحي پارکونو، هوټلونو او د يو شمېر نورو عامه ځايونو د تړلو خبر ورکړ.

ښاغلي فدايي زياته کړه، چې د همدې لپاره يې د امنيتي ادارو په ګډون يو کمېسيون ټاکلی او عملاً په کار بوخت دی.

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا رياست مسؤلينو د دولتي دفترونو، د ښار جوماتونو او نورو عامه ځايونو د دوا پاشي کول پيل کړي دي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وويل، چې د ولسواليو او د ولايت د مرکز ترمنځ پر لارو يې د خلکو د سکرېننګ لپاره روغتيايي ټيمونه هم ګمارلي دي.

تر اوسه په دغه ولايت کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د احتمالي ناروغېدونکو کسانو د درملنې لپاره يې له مخکې پنځوس بستريز روغتون فعال کړی دی.