ټرمپ: ښایي د کروناویروس وضعیت تر ښه کیدو مخکې خراب شي

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي په ټول هیواد کې د کروناویروس پيښې مخ په زیاتیدو دي او احتمالا وضعیت به له ښه کیدو مخکې خراب شي.

ښاغلي ټرمپ د اپریل میاشتې راوروسته د لومړي ځل لپاره د سه شنبې په ورځ د ( جولای ۲۱) د کروناویروس په اړه خپلې ورځنۍ خبري غونډې له سره پیل کړې او وویل: "زموږ د هیواد یو شمیر برخو کې حالت ښه روان دی، خو یو شمیر نورو کې بیا ډیر ښه ندی."

جمهور رئیس ټرمپ د وژونکي کروناویروس د مخنیوي په اړه د لومړي ځل لپاره د ماسک د اغوستولو په اړه پیاوړې وینا وکړه، هغه ویروس چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې تر اوسه یې له ۳.۸ میلیونو څخه زیات امریکایان ککړ کړي او څه باندې ۱۴۱ زره کسان یې مړه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "دا چې ستاسې ماسک خوښیږي که نه، خو یو تاثیر لري. زه ورسره عادت کوم."

ټرمپ څو ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته څیرمه د "والټر ریډ" صحي مرکز د کتلو پرمهال په بهر کې ماسک واغوست. خو هغه په امریکا کې د ماسک د اغوستلو حتمي کول رد کړل.

د بایډن غبرګون

د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د دیموکراتانو احتمالي کاندید جوبایډن د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۱) په دل اوریر ایالت کې د وینا پرمهال خپل اقتصادي پلان وړاندې کړ. هغه پر ټرمپ تور ولګاوه چې د کرونا ویروس پرمهال یې ونشو کړای سم مدیریت وکړي.

بایډن وویل، د کرونا ویروس د خپریدو له امله تر اوسه هم ګڼ شمیر امریکایان وزګار او ناهیلې دي.

واکسین

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د خبري غونډې پرمهال یوازې وو او د حکومت هیڅ صحي چارواکی یې څنګ ته ولاړ نه وو.

نوموړي د وژونکي ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د احتمالي واکسین د جوړیدو په اړه هیله څرګنده کړه: "واکسین راروان دی، ډیر ژر تر هغه چې خلکو یې فکر کاوه."

که څه هم ۱۴.۸ میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي او څه باندې ۶۱۳ زره نور یې وژلي، خو څیړونکي د یروس په وړاندې د یوه خوندي او موثر واکسین د جوړیدو په کار کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د اسوشیټډ پرس راپور له مخې، ټاکل شوېده امریکا کې د واسکین د ازمایښت وروستی پړاو راتلونکې اوونۍ په ۳۰ زره کسانو ترسره او وکتل شي چې دا احتمالي واکسین څومره خوندي او اغیزناک دی.