د کار نړیوال سازمان: کروناویروس به ۱۹۵ میلیونه کسان بې کاره کړي

د کار نړیوال سازمان ویلي چې د کووید۱۹ کړکیچ به د ۲۰۲۰ کال په دوهمو دریو میاشتو کې په نړۍ کې د ۶.۷ فیصده کاري ساعتونو په کمیدو سره د ۱۹۵ میلیون کارګرو د پوره وخت کار په اندازه دندې له منځه یوسي.

د کار نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په عربي هیوادونو کې به پنځه میلیونه، په اروپا کې ۱۲ میلیونه او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې ۱۲۵ میلیون کارګر چې پوره وخت کار کوي، بې کاره شي.

له دې دمخه د کار نړیوال سازمان ارزولې وه چې د کروناویروس د کړکیچ له کبله به په ۲۰۲۰ کې له ۵ نه تر ۲۵ میلیونه دندې (کاري مصروفیتونه) له منځه لاړې شي.

خو دغه سازمان په خپل نوي رپوټ کې اعلان کړی دی چې په نړۍ کې د هرو پنځو کاریګرو څخه له څلورو زیات کارګر به د کروناویروس د کړکیچ په وجه له تعطیل کیدو نه متاثر شي.

د کار نړیوال سازمان رئیس گای رایدر، ددې خبرې په بیان چې په پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې دندې او کارګران د غمیزې سره مخامخ دي وویل: "دا په تیرو ۷۵ کلونو کې د بین المللي همکاریو ستر ازمون دی. که یو هیواد مات شو، مونږ ټول ماته خورو".

له دې دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کروناویروس وبا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته "ډیر سخت کړکیچ" بللی و او ویلي یې وو چې دغه ناروغي کولای شي په نړۍ کې د بې ثباتۍ او شخړو رامنځ ته کولو ته لمن ووهي.

هغه خبرداری ورکړی چې که په نادارو هیوادونو په ځانګړې توګه په افریقا کې د کروناویروس مخنیوی ونشي، یو ځل بیا به بډایه هیوادونه ګیر کړي او په نتیجه کې به په میلیونونو کسان مړه شي.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو په اساس د چهارشنبې تر سهاره اپریل اتمه پورې په نړۍ کې څه دپاسه یو میلیون او ۴۶۷ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او څه دپاسه ۸۳۴۷۱ کسان یې مړه کړي دي.