د روغتیا وزیر: د کروناویروس د مخنیوي لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، له 'کرونا'ویروس سره د مبارزې لپاره دغه هیواد د نړیوالو روغتیايي بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.

ډاکټر فیروزالدین فیروز نن چهارشنبه «سلواغې ۲۳مه» د 'کرونا' ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه په کابل کې د نړیوالو روغتیايي بنسټونو له استازو سره یوه غونډه کې په دې اړه خپل اندېښنه له هغوی سره شریکه کړې ده.

ښاغلي فیروز ویلي، د دې سره سره چې افغانستان د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره څه ناڅه امکانات لري، خو نوموړي زیاته کړې چې د دغه ویروس سرعت ته په کتو افغانستان نورو مرستو ته اړتیا لري.

نن چهارشنبه د عامې روغتیا وزارت لخوا په خبره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي:"د دې سره سره چې د عامې روغتیا وزارت لږ امکانات لري او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي،خو د دغه ویروس د خپرېدو چټکتیا ته په کتو دغه وزارت نورو مرستو ته اړتیا لري."

نننۍ غونډه

د بیان له مخې د روغتیايي بنسټونو استازو کرونا یو خطر ناک ویروس بللی او له افغانستان سره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار هم نن چهارشنبه امریکا غږ اشنا ته وویل چې په افغانستان کې تراوسه پر دغه ناروغۍ د اخته کیدو کومه پیښه نه ده ثبت شوې.

ښاغلي مایار وویل:"مونږ په افغانستان کې تراوسه الحمدالله نلرو، مونږ ټول پیشګرانه وقایوي تدابیر نیولي دي، په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د سکرینګ یا چاڼ ټیمونه لرو، چې هغه مسافر په ځانګړي ډول هغوی، چې د چین وهان څخه راشي، د هغوی تبه سنجول کیږي. شمیره د تماس یې اخیستل کیږي".

ښاغلي مایار وویل، چې په ترو دوو میاشتو کې د دیرش بهرنیانو په ګډون ۵۰۰ تنه افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د چین په اوهان کې د کرونا ویرس په نوم د ناروغۍ د خپریدو وروسته له دغه ښار څخه هیڅوک افغانستان ته نه دي ستانه شوي.