افغانستان او ازبکستان د مخدره موادو پر ضد د ګډې مبارزې هوکړه کړې

د افغانستان ولسي جرګې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې هوکړه لیک تصویب کړ.

د افغانستان ولسي جرګې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې او له بهر څخه د اپینو د پروسس لپاره د واردیدونکو کیمیاوي موادو د مخنیوي لپاره، د افغانستان او ازبکستان د کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک تصویب کړ.

دغه هوکړه لیک چې څوارلس مادې لري، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د رایې اخیستلو لپاره وړاندې شوه، چې د وکیلانو له خوا په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

د هوکړه لیک له مخې، دواړه هیوادونه د پولې په اوږدو کې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې او له بهر څخه د هیروئینو د پروسس د واردیدونکو کیمیاوي موادو د مخنیوي په برخه کې ګډه مبارزه او همکاري کوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون غړې حمیدې یوسفي د دغه هوکړه لیک په اړه وکیلانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل "د دې سند د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلي دي، اول د همکاري برخې، دویم د معلوماتو شریکول، درېیم د همکاریو تطبیق، څلورم د معلوماتو محرمیت".

د دغه هوکړه لیک له مخې، د افغانستان او ازبکستان د کورنیو چارو وزارتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیس، د دواړو هیوادونو د پولو په اوږدو کې، د قاجاقبرانو د نیولو، تعقیبولو او له بهر څخه د هغو کیمیاوي موادو د واردولو د مخنیوي په برخو کې، چې د هیروئینو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي، له یو بل سره ګډه همکاري کوي.

افغانستان کې تیر کال ۴۷۰۰ ټُنه اپین تولید شوي وو، چې دا د پخوا په پرتله د اپینو د تولید تر ټولو لوړه شمیره بلل شوې ده.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د ناامنیو له امله ښايي سږکال د مخدره موادو د کر او تولید کچه لاپسې لوړه شي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، د هیروئينو د تولید لپاره د اړتیا وړ کیمیاوي مواد له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته وارد کیږي.

دوی ټینګار کوي، چې مخدره مواد یوه نړیواله ستونزه ده او په دې برخه کې د اغیزمنې مبارزې لپاره باید نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډي هیوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي.