کابل کې د سیمې د کارپوهانو په کچه له مخدره موادو سره د مبارزې کنفرانس جوړیږي

د رسمي شمیرو له مخې افغانستان د نړۍ ۶۵ فیصده اپین تولیدوي.

د افغانستان حکومت وايي، د روان عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د سیمې د شلو هیوادونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د کارپوهانو په ګډون په کابل کې یوه غونډه جوړوي.

ټاکل شوې چې په دغې غونډه کې د سیمې د هیوادونو کارپوهان د مخدره موادو د تولید او ترانزیت د مخنیوي لپاره د نویو لارو چارو پر موندلو او د سیمې د هیوادونو په کچه د ګډې همکارۍ پر رامنځ ته کولو بحث وکړي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې پر نوې ستراتیژۍ باندې په جدي ډول کار کوي او سیمې د هیوادونو د کارپوهانو د څیړنو او د کنفرانس نتایجو ته به په نوې ستراتیژۍ کې ځای ورکړل شي.

د ښاغلي دانشیار پر وینا، په دې کنفرانس کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د شاوخوا شلو هیوادونو تجربه لرونکو کارپوهانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

هغه وویل "له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د سیمې د هیوادونو په کچه د مخدره مواد پر ضد د مبارزې د ګډو همکاریو پر یوې نوې ستراتیژۍ کار کوي، دغه ستراتیژي له کارپوهانو سره شریکوي، د سیمې د هیوادونو د لویو کارپوهانو نظر هم اخیستل کیږي، ترڅو په سیاسي کچه دغه ستراتیژي بیا لاسلیک او عملیاتي پلانونه یې جوړ شي".

ښاغلي دانشیار زیاته کړه، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د چین، ایران، روسیې او د منځنۍ آسیا او یو شمیر نورو هیوادونو له کارپوهانو څخه بلنه شوې ده، تر څو د هغوی له تجربو او څیړنو څخه په استفادې، د سیمې په کچه له مخدره موادو سره اغیزمنه او ګډه مبارزه ترسره شي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند وویل، چې د افغانستان د مخدره موادو لویه برخه د ګاونډیو هیوادونو له لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي او همدا شان د مخدره موادو د تولید لپاره کیمیاوي مواد له بهر څخه د ګاونډیو هیوادونو له لارې افغانستان ته صادر کیږي، چې له امله یې په دغه هیواد کې د مخدره موادو د کر، تولید او قاچاق په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي دانشیار پر وینا، د مخدره موادو تر ټولو زیات ترانزیت د پاکستان او ایران له لارې کیږي.

هغه وویل "له څلویښت فیصدو پورته ترانزیت د پاکستان له لارې کیږي، شاوخوا دیرش فیصده د ایران له لارې قاچاق کیږي، شاوخوا شل فیصده د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لارې لکه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او نورو هیوادونو لارې قاچاق کیږي او شاوخوا اته تر نهه فیصده د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې قاچاق کیږي نو له همدې امله زیات کار به له پاکستان، ایران او د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره وي".

افغان حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې په نوې ستراتیژۍ کې زیات پام د سیمې په کچه د مخدره موادو د قاچاق او ترانزیت مخنیوي ته اړولی دی او همدا شان په کور دننه یې د کوکنارو د کروندو او په نړیواله کچه د مخدره موادو د مارکیټ له منځه وړلو ته یې هم په دغې ستراتیژۍ کې ځای ورکړی دی.

افغان چارواکي ټینګار کوي، چې د مخدره موادو د ستونزې پراختیا ته په کتو په دې برخه کې اوسنۍ تګلارې د دغه ستونزې د له منځه وړلو لپاره ځوابویونکې نه دي او باید په کې هراړخیز بدلون راوستل شي.

د رسمي شمیرو له مخې، په اوس وخت کې افغانستان د ټولې نړۍ ۶۵ اپین تولیدوي او د دغه هیواد څه باندې درې میلیونه وګړي په مخدره موادو اخته شوي او یا په یو ډول نه يو ډول ترې زیانمن شوي دي.