پنځه میاشتو کې ۱۵۴۵ تنه د نشه يي توکو قاچاق په تور نیول شوي

د افغانستان په زندانونو کې د پرتو بندیانو شاوخوا دیرش فیصده یې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم بندیان دي.

د کورنیو چارو د وزارت وايي، چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف د دغه وزارت په عملیاتو کې زیاتوالی راغلی ، چې په ترڅ کې کې یې د څو بهرنیو وګړو او ښځو په ګډون ۱۵۴۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق د چهارشنبې په ورځ (زمري ۹ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پورې اړوندو پولیسو د دې کال په پنځه لومړیو میاشتو کې ټول ۱۳۴۰ عملیات کړي، چې د تیرکال د همدې مودې پرتله پنځه فیصده زیاتوالی ښيي.

هغه وویل، چې په دې عملیاتو کې ۴۶۶ په کابل او ۹۶ د کابل، کندهار او مزارشریف په هوايي ډګرونو کې شامل دي .

د کورنیو چارو د وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین وویل، چې په دغو عملیاتو کې اوه افغان پولیس وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي اورتاق وویل " په دې موده کې د نشه يي توکو د کاروبار په تور ۱۵۴۵ تورن نیول شوي، چې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۹ فیصده زیاتوالی ښيي".

د کورنیو چارو د وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین وویل، چې په نیول شوو تورنو کې ۴۲ ښځې او پنځه بهرني اوسیدونکي هم شامل دي.

هغه وویل، چې په تیرو شاوخوا پنځه میاشتو کې ۳۵۶ ټنه ډول ډول نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

محمد هاشم اورتاق په پنځه میاشتو کې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو د مالي زیان اندازه د افغانستان مارکیټ ته په کتو څه باندې ۵۲ میلیونه ډالره اټکل کړه او ویې ویل، چې قاچاقبرانو ته یوازې په دې موده کې دا زیان رسیدلی دی.

د کورنیو چارو د وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین ویل، چې نشه یي توکو قاچاقبرانو ته تر ټولو لوی زیان د فراه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې رسیدلی، چې په ترڅ کې یې د ښاغلي اورتاق پر وینا د نشه يي توکو ۵۳ لابراتورونه له منځه تللي دي.

د بکوا په ولسوالۍ کې دا عملیات د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د ثور په پنځلسمه شپه شوي وو، چې په اړه یې هغه مهال ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي وو.

په ځینو راپورونو کې د دې عملیاتو قربانیان د سیمې ملکي وګړي ښودل شوي وو.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو، چې په عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان طالبان او د شنه يي توکو کاروباریان وو.

د کورنیو چارو د وزارت دغه چارواکي خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان په دننه کې د نشه يي ټوکو د قاچاقبرانو پر خلاف د عملیاتو ترڅنګ یې څو ورځې وړاندې د ګاونډیو هیوادونو په مرسته د افغانستان څخه بهر هم عملیات کړي، چې په ترڅ کې یو افغان او درې بهرني قاچاقبران نیول شوي او د هغوی څخه اوه کیلو هیروین هم ترلاسه شوي دي.

هغه په ځانګړي ډول د عملیاتو ځای ونه ښود.

افغانستان په نړۍ کې ترټولو زیات اپین تولیدوي. په دغه هیواد کې د نشه يي توکو په کاروبار کې زیات شمیر خلک بوخت دي.

د افغانستان د کورونیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دغه هیواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ دیرش زره بندیان پراته دي، چې شاوخوا دیرش فیصده یې د نشه يي توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په جرم بندیان شوي دي.