د نړۍ مشرانو پر غزې د امریکا د کنټرول لپاره د ټرمپ وړاندیز رد کړی

په غزه کې د شپږو اونیو اوربند په ترڅ کې ځینې فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د غزې ډیره برخه د ۱۵ میاشتو جګړو په ترڅ کې په کنډوالو بدله شوې ده.

د امریکا د متحدو او مخالفو هېوادونو مشرانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې وايي د غزې له تړانګې څخه د دوو میلیونو فلسطینیانو له وتلو وروسته به امریکا ددې تړانګې کنټرول ترلاسه کړي.

بریتانیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې او هسپانیا ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي – دا چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي او غزه او د اسرائیل تر اشغال لاندې لویدیځه غاړه پکې شامله وي.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ماښام، فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶)، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به په نورو هیوادونو کې میشت کړي او غزه به د منځني ختیځ په ترټولو ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي.

دا مطلب هم ولولئ ټرمپ: په نورو هېوادونو کې د فلسطینیانو د میشتېدو وروسته به امریکا د غزې کنټرول واخلي

په منځني ختیځ کې د څو لسیزو راهیسې د روان بحران د هوارولو لپاره د دوو دولتونو د تشکیل حل لاره، په دې اړه د متحده ایالاتو د تګلارې اساس جوړوي، که څه هم اسرائیل ددې حل لارې مخالفت کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا متحد او د تیلو د زیرمو لرونکي شتمن هېواد، سعودي عربستان هم سخت غبرګون ښودلی او په یو بیان کې یې ویلي چې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه د سعودي عربستان "ټینګ او ثابت دریځ" دی.

د استرالیا صدراعظم انتوني البنیز هم د دوو دولتونو د حل لارې څخه د استرالیا د ملاتړ په اړه ویلي: "د تیر کال او لس کاله پخوا په څېر، نن هم د استرالیا دریځ همدا دی."

نتنیاهو د ټرمپ د پلان ملاتړ څرګند کړی دی. هغه د سه شنبې په خبري کنفرانس کې وویل چې د جګړې یو هدف یې دادی چې فلسطینۍ وسله واله ډله حماس بیا هیڅکله اسرائیل ته خطر پیښ نکړي. هغه زیاته کړه چې ټرمپ "دا خبره نوره هم لوړه کړې، زما په فکر دا به تاریخي کار وي او په تعقیبولو ارزي."

ټرمپ د سه شنبې په خبري غونډې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ څرګند نکړ او ویې ویل چې د غزې په اړه د هغه پلان "د دوو دولتونو، یو دولت او یا کوم بل دولت معنی نلري."

د فلسطینیانو او د ګاونډ د هېوادونو غبرګون

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي‌ چې د ټرمپ وړاندیز به "د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه" وي. عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې "د فلسطیني خلکو او د هغوی د جایزو حقونو ساتنه وکړي."

حماس ویلي د غزې تړانګې په اړه د ټرمپ وړاندیز "په سیمه کې د ګډوډۍ او کړکېچ د رامنځ ته کولو یوه لاره ده. ددې پرځای چې له صهیونیستي اشغال څخه د نسل وژنې او د خلکو د بې ځایه کولو د جنایتونو حساب وشي، ورته د سزا پرځای انعام ورکول کیږي."

د امریکا لخوا د غزې د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز مخکې، مصر او اردن په وروستیو ورځو کې د هغه دا وړاندیز رد کړی و چې په غزه کې میشت فلسطینیان دې دغو دوو هېوادونو ته کډه وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو د وتلو پرځای په غزه کې د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل له خوا له غزې څخه د خلکو ایستل غیر قانوني دي.

ترک په یو بیان کې وویل: "د ځان د ارادې حق د نړیوال قانون بنسټیز اصل دی او باید د ټولو دولتونو لخوا خوندي شي، لکه څنګه چې د عدالت نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ټینګار کړی... د اشغال شوې خاورې څخه د خلکو هر ډول جبري لیږد یا اخراج په کلکه منع دی."

د غزې ښار ډیره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش په یوه وینا کې وویل چې "د حل پر ځای، موږ باید ستونزه نوره هم لویه نه کړو. دا اړینه ده چې نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شو. دا اړینه ده چې د هر ډول توکمیز پاکولو مخنیوی وشي."

خو ټرمپ په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې د اردن پاچا عبدالله او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي به له غزې څخه د فلسطینیانو د لیږد وړاندیز ته غاړه کښیږدي. ټرمپ وویل چې دواړه هېوادونه به "خپل زړونه پرانیزي او موږ ته به هغه ډول ځمکه راکړي چې موږ ورته ددې کار لپاره اړتیا لرو او خلک په ارامۍ او سوله کې ژوند وکړي."

ټرمپ نږدې دوه اونۍ وړاندې د دویمې څلور کلنې دورې لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له هغه راهیسې دا د منځني ختیځ لپاره د امریکا د تګلارې په اړه د هغه لومړنۍ مهمې څرګندونې دي.

ټرمپ وویل غواړي چې د غزې تړانګه د مدیترانې په څنډه کې ترټولو ښکلې تفریحې سیمه جوړه کړي چیرې چې نړیوالې ټولنې په هماهنګۍ کې ژوند وکولای شي.

په غزه کې د فلسطیني روغتیایي چارواکو په وینا، د اسرائیل د څه باندې ۱۵ میاشتو بمباریو په نتیجه کې له ۴۷ زره څخه ډیر خلک وژل شوي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي او د غزې ډیره برخه ویجاړه شوې ده. د اسرائیل پوځ وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ وسله وال یې وژلي دي.

د ټرمپ دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې په غزه کې د شپږ اونیو اوربند شوی دی. په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له یو برید وروسته پیل شوه چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۳۵۰ نور یرغمل شول. چارواکي وايي ۶۰ یرغمل لاتراوسه د حماس سره پاتې دي، چې متحده ایالات یې ترهګره ډله بولي.

د روان اوربند په ترڅ کې حماس تر اوسه ۱۸ تنه یرغمل خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې اسرائیل په بدل کې سلګونه فلسطینیان له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي دي.

ټرمپ وايي د غزې د پراختیا پلان 'بې شمېره کاري فرصتونه' برابروي

ټرمپ په خپل خبري کنفرانس کې وویل: "امریکا به د غزې تړانګه ونیسي او موږ به ورباندې کار هم وکړو. موږ به یې واک ولرو او په سیمه کې د ټولو خطرناکو ناچاودېدونکو بمونو او نورو وسلو د شنډولو مسئولیت به په غاړه واخلو. هواره به یې کړو، ویجاړې شوې ودانۍ به له منځه یوسو او داسې اقتصادي پرمختګ به رامنځته کړو چې بې شمېره کاري فرصتونه برابر کړي."

په تل ابیب کې د یو هوټل مخې ته په ځوړندې لوحې د ډونالډ ټرمپ تصویر لګېدلی.

هغه وویل: "ټولو هغو کسانو چې ما ورسره خبرې کړې دي، د متحده ایالاتو د دې نظر سره مینه لري چې امریکا ددې ځمکې واک ولري، په زرګونو دندې رامنځته کړي او داسې څه رامنځته کړي او دا په واقعیت په یوه عالي سیمه بدله کړي."

ټرمپ په دې اړه نور جزئیات ورنکړل چې په غزه کې چې د جګړې له امله ویجاړه شوې، څه ډول پلان لري، او هلته یې د امریکايي پوځیانو استول رد نه کړل. هغه زیاته کړه: "که اړتیا وي، موږ به یې وکړو. موږ به د ځمکې ددې ټوټې واک په غاړه واخلو، او موږ به یې پرمختیا ته کار وکړو."

یوڅه په شاتګ

د چهارشنبې په ورځ، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل چې ټرمپ "غزې ته د ځواکونو لیږلو ژمنه نه ده کړې."

هغې زیاته کړه: "متحده ایالات د غزې د بیارغونې لپاره پیسې نه ورکوي... دا یوه غیرعادي مفکوره ده. د هغه [ټرمپ] هدف په منځني ختیځ کې د سیمې د ټولو خلکو لپاره تلپاتې سوله ده."

د ټرمپ د غزې د ملکیت مفکوره د منځني ختیځ په شخړو کې د امریکا د ښکیلتیا په اړه د هغه د تیرو نیوکو څخه یو څرګند بدلون دی. ټرمپ وویل چې هغه د متحده ایالاتو لپاره د "اوږدمهاله مالکیت دریځ" تصور کوي چې "د منځني ختیځ دې برخې او شاید ټول منځني ختیځ ته تلپاتې ثبات راولي."

ټرمپ وويل: "دا کومه عاجلانه پرېکړه نه وه."

د غزې تړانګې د واک ترلاسه کولو د وړاندیز مخکې، ټرمپ ویلي چې امریکا به د پاناما کانال کنټرول د پاناما له حکومت څخه واخلي. هغه همدارنګه د ګرینلنډ د واک د اخیستلو غږ هم کړی چې د پیړیو راهیسې د ډنمارک برخه ده. ټرمپ دا هم ویلي چې کاناډا دې د یو ایالت په توګه له متحدو ایالتونو سره ضمیمه شي.

پاناما، ډنمارک او کاناډا ټولو د هغه غوښتنې رد کړې دي.

په امریکا کې غبرګونونه

د متحده ایالاتو یو شمېر قانون جوړونکو د نړۍ د مشرانو په څېر د غزې په اړه د ټرمپ د وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

د ډلاویر ډیموکرات سناتور کریس کونز د هغه څرګندونې "تیری، لیونتوب، خطرناکې او احمقانه" وبللې.

کونز وویل چې دا نظر "نوره نړۍ له خطر سره مخامخ کوي او له هغوی سره دا فکر ایجادوي چې موږ یو غیر متوازن او غیرقابل اعتماد ملګري یو ځکه چې زموږ ولسمشر لیوني وړاندیزونه کوي." کونز د حیرانتیا خبره وبلله چې ټرمپ د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا (یوایس ایډ) د تړلو د اقدام سره په یو وخت دا وړاندیز کړی دی.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د میشیګن ایالت ډیموکراتې غړې رشیده طلیب، چې په خټه فلسطینۍ ده، په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوسټ کې، ټرمپ تورن کړ چې د غزې د ټول نفوس د بیا میشتیدنې په نظر کې نیولو سره "په ښکاره توګه د توکمیز پاکولو غوښتنه کوي."

خو د ټرمپ ملاتړي، د استازو جرګې د جنوبي کارولینا استازې نانسي میس بیا د مسخرې په توګه وویل، "راځئ چې غزه په مارا لاګو بدله کړو." مارا لاګو د فلوریډا په ایالت کې د اتلانتیک سمندر په غاړه د ټرمپ هغه استوګنځای دی چې هغه یې د ژمي سپینه ماڼۍ بولي.

د استازو د جرګې رئیس مایک جانسن، چې په دغه جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشري کوي، د غزې د واک ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز ملاتړ وکړ او ویې ویل، "هو، موږ هڅه کوو چې د دې جزئیات ترلاسه کړو، خو زه فکر کوم چې دا یو ښه پرمختګ دی."

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر جان تون، بیا بې طرفه نظر څرګند کړی دی. هغه وویل چې ټرمپ "یو سوله ایز او خوندي منځنی ختیځ غواړي او په دې اړه نظرونه څرګندوي."

ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.